د پاکستان د پوځ د مشر او کورنیو چارو وزیر له سفر وروسته، اوس د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو په موخه خبرې اترې دوام ومومي.
تمه ده چې د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني، نن پنجشنبه، د سنبلې په ۵مه، تهران ته ورسېږي او له ایراني چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد انصاري، په «اېکس» کې لیکلي چې شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني به په تهران کې د ترینګلتیا د کمولو او د خبرو اترو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې چې دا سفر د قطر د حکومت د «ټینګ دریځ» په چوکاټ کې ترسره کېږي؛ هغه دریځ چې له مخې یې دیپلوماتیکه لار د اختلافاتو د حل او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره تر ټولو غوره وسیله ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په دغو خبرو کې به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ او د دې نړیوالې اوبهلارې د هغې وضعیت ته د بېرته ستنېدو پر اړتیا هم بحث وشي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پیل مخکې یې درلود.
وروسته له هغه چې امریکا او اسرائیل له ایران سره جګړه پیل کړه، پاکستان لومړنی هېواد و چې د اوربند او د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره یې هڅې پیل کړې. قطر، سره له دې چې په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو د شتون له امله د ایران له بریدونو سره مخ شو، د منځګړي په توګه یې رول پیل کړ او لا هم له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په منظم ډول د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره له دواړو لورو سره خبرې کوي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پر ایران د امریکا د اقتصادي عملیاتو له پیل وروسته، یو پاکستاني پلاوی هم تهران ته تللی دی. د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، په همدې اوونۍ کې تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې په سیمه کې د ترینګلتیا د کمولو، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.
