انځور: ارګ

د طالبانو مخالفه سياسي جبهه؛ ايا د «نندارچيانو» اتحاد شونی دی؟

الياس نوانديش

له فرصت‌طلبۍ تر پاشل کېدو

د ۱۳۹۸  کال په پسرلي کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت يو ۲۵۰ کسيز پلاوی معرفي کړ چې له طالبانو سره د دويم دور بين الافغاني مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ شي. دې لړليک ته په ځواب کې طالبانو په طنزي توګه وويل چې د دې فهرست چمتو کوونکي بايد په دې پوه شي چې د دوحې غونډه «په يوه لېرې خليجي هيواد کې يو منظم او پلان شوی کانفرانس دی، نه د کابل په کوم تالار کې د واده يا مېلمستيا مراسم.»

هغه وخت چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات روان و د طالبانو او افغانستان د سياسي رهبرانو تر منځ لومړۍ غونډه په مسکو کې جوړه شوې وه. د دې غونډې په دوام کې پتېيل شوې وه چې په دوحه کې دويمه بين الافغاني غونډه جوړه شي. يوه لور ته انعطاف نه منونکي طالبان و او بل اړخ ته د افغانستان جمهوري دولت، د سياسي ګوندونو مشران، د افغانستان مدني ټولنه يا هم «د افغانستان اسلامي جمهوريت» و چې دريځونه يې پاشلي و.

هغه وخت د دې پر ځای چې جمهوري اړخ د مذاکراتو منځپانګې او سولې ته پر رسيدو ټينګار وکړي، د حکومت او ګوندونو د استازو تر منځ له داخلي رقابت، داخلي اختلافاتو، د شخصي امتياز اخيستنو پر سر له چنو وهلو سره مخ و او همدا راز پر دې اختلاف و چې څوک به د مذاکرې پر ميز ګډون کوي. سياسي رهبرانو سوله له واکه د اشرف غني د حذفولو يو فرصت باله او غني سوله د خپل حکومت لپاره تهديد ګڼله. دا مسئله د دې لامل شوه چې د طالبانو مقابل لوری له طالبانو سره د سولې لپاره يو منلی تعريف ونه لري.

د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت هره ورځ يو نوی دريځ نيوه او تر خپلې يوې – يوې سرې کرښې تېرېده. د سياسي ګوندونو مشران او د طالبانو مخالفه جبهه هم د شخصي امتيازونو اخيستلو په لټه وه او له طالبانو سره د خبرو لپاره يې يوه متحده اجنډا نه درلوده. دوی هم د سولې لپاره د طرحې درلودلو خبرې کولې يا به يې هم د مذاکرې لپاره شرايط ايښودل خو په عملي توګه سياسي وېش او د جمهوري جبهې تر منځ اختلاف طالبانو ته نور فرصت ورکاوه او د دې زمينه يې برابروله چې دا ډله خپلو يو اړخيزو غوښتنو ته ورسېږي.

د دولت او سياسي ګوندونو مشرانو په بېلابېلو هيوادونو کې څو مياشتې د سولې په اړه په غونډو کې ګډون وکړ خو په کابل کې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د يوه باصلاحيته پلاوي د ټاکلو پر سر په مياشتو – مياشتو په اختلافاتو کې ښکېل و. په مقابل کې يې طالبان ګام پر ګام خپلو غوښتنو ته رسېدل او د دې ډلې مخالف اړخ هيڅ لاسته راوړنه نه درلوده. د سياسي کشمکشونو او د حکومت او ګوندونو د مشرانو تر منځ د اختلافاتو پر مهال طالبانو لومړی خپل ځواکونه د ولسواليو د مرکزونو او بيا د ښارونو پر لور وخوځول.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته په هېواد کې دننه افغان سیاسي مشران څو میاشتو له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي په ټاکلو بوخت وو او هر سیاسي مشر هڅه کوله چې خپل نږدې کسان د پلاوي د غړي په توګه وټاکي.

کله چې طالبان د کابل ښار دروازو ته ورسیدل، د طالبانو دوه مخالف سياسي رهبران عطا محمد نور او مارشال عبدالرشيد دوستم چې د افغانستان شمال ته د مزار شريف د دفاع لپاره تللي وو، په سختۍ يې وکولای شول چې له حيرتان بندر څخه تېر او د طالبانو له منګولو وتښتي. تر دې وړاندې د جمعيت اسلامي افغانستان ګوند يو مهم غړی محمد اسماعيل خان چې په هرات کې يې د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله، ژوندی نيول شوی و. يو شمېر نور سياسي رهبران په يوه ځانګړي پرواز کې پاکستان ته تللي وو، تر څو د دوی په وينا د افغانستان د سولې په تړاو په يوه غونډه کې ګډون وکړي. په دې توګه د طالبانو د مخالفې جبهې يا جمهوري جبهې پر شاتګ او تېښته د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه يا هم د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د اشرف غني په تېښتې سره بشپړه شوه.

وسله وال مقاومت

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه د اشرف غني په تېښتې سره دولت په عملي توګه وپاشل شو، احمد مسعود او د افغانستان يو شمير امنيتي او دفاعي ځواکونه پنجشېر ته ولاړل او د «ملي مقاومت جبهې» بنسټ يې کېښود او تقريبا د دوو کلونو پر مهال وتوانېدل چې د يو څه وخت لپاره خپل مقاومت له پنجشېر څخه بغلان، تخار، بدخشان او کاپيسا ولايتونو ته پراخ کړي. د دې جبهې له کلني راپور سره سم، د مقاومت د يوه کال (۲۰۲۲ – ۲۰۲۱) پر مهال د دې جبهې ۱۲۱ غړي له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. داسې ښکاري چې د طالبانو توند بريدونه او د دې جبهې د ځپلو لپاره د طالبانو سختې هلې-ځلې او داخلي اختلافات د دې لامل شوي چې د «ملي مقاومت جبهې» د پراخېدو مخه ونيسي.

همدا راز د «افغانستان د ازادۍ» په نوم جبهې هم کله ناکله د طالبانو پر افرادو د بريد خبر ورکاوه او ادعا يې کوله چې غړو يې «له اشغاله د هيواد د خلاصون او پرلپسې مبارزې او د هيوادوالو د انساني اسارت ختمولو لپاره ملا تړلې ده.» دې جبهې له طالبانو سره په خپله تر ټولو مشهوره جګړه کې چې د وري/حمل مياشتې په وروستيو کې د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې وشوه د عبدالبصير اندرابي  او اکمل اميري په ګډون له شپږو نورو ملګرو سره له لاسه ورکړل.

د طالبانو سرپست حکومت دا ډلې «باغي» او «بغاوتګر» بولي، دا يوه ديني اصطلاح ده چې د يوه اسلامي نظام پر وړاندې د شورشيانو پر خلاف کارېږي.

د دواړو ډلو پلويان د دواړو ځواکونو تر منځ د يوه ايتلاف د جوړېدو غوښتونکي دي، خو تر اوسه هيڅ داسې څه نشته چې د دواړو ډلو تر منځ همکاري وښيي که څه هم د طالبانو دواړو مخالفو جبهو په دې وروستيو کې د اتحاد غږ کړی دی. د عبدالبصير اندرابي او ملګرو تر وژل کېدو وروسته د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود ويلي و چې د طالبانو مخالف سياسي ځواکونه بايد همغږي او يووالی ولري. د ده په وينا، «د طالبانو د مخالفو ظرفيتونو په اتحاد او وحدت سره به دا ډله ماتېږي.» بل اړخ ته «ازادۍ جبهه» هم «د طالبانو د مخالفو ځواکونو د بېړنۍ همغږۍ پر جدي اړتيا» ټينګار کوي.

آنلاين ائتلافونه

کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د افغانستان يو شمېر سياسي رهبران يو په بل پسې ترکيې، خليج، اروپايي هيوادونو او د نړۍ نورو ګوښو ته ولاړل او وروسته يې سياسي ائتلافونه جوړ کړل. له دې رهبرانو څخه د «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» لوړپوړي غړي په ترکيه کې مېشت دي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دوی مجلل کورونه د طالبانو مېشتځايونه او يا هم د يوټيوبرانو د کتنې په ځايونو بدل شوي دي، دوی له طالبانو تر تېښتې او د محمد اشرف غني پر غاړه د جمهوي نظام د پاشل کېدو د پړې تر اچولو وروسته، په مجازي توګه د اعلاميو خپرول پېل کړي دي؛ دا رهبران ډېر وخت خپلې غونډې په مجازي بڼه کوي. دوی د پخوا بر خلاف د خلکو په شتون کې د سياسي ځواک د ښودلو توان نه لري.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا اصلي څیرې چې دا مهال په ترکیه شپې سبا کوي.

د ۱۴۰۰ کال د لړم مياشتې پر مهال په ترکيه کې مېشتو سياسي څېرو او ډلو  د «ملي مقاومت شورا» په نوم د جبهې جوړېدو خبر ورکړ. دې شورا په هغه وخت کې خبر ورکړ چې که طالبان سياسي حل ونه مني، دوی به ورسره جګړه وکړي. د دې شورا مشهور غړي له جمعيت اسلامي، جنبش ملي، وحدت مردم افغانستان، دعوت اسلامي او حزب اسلامي ګوندونو سره تړلي جهادي رهبران دي. دې شورا د ۱۴۰۱ کال دغویي/ثور پر ۲۷مه د يوه منشور د خپرولو له لارې چې ۷۱ مادې لري، خپل اهداف او غوښتنې تشرېح کړې. «د عادلانه ټولټاکنو پر اساس پارلماني-نامتمرکز جمهوري نظام»، «انتخابي واليان، ښاروالۍ او ولسوالان»، «د سولې او پراخ‌بنسټي انتقالي دولت او منتخت نظام لپاره مذاکرات»، «د مقاومت کوونکو د مشروع دفاع ملاتړ»، «د افراط او تروريزم پر خلاف مبارزه» او «په ټولو برخو کې د ښځو ګډون» د دې سیاسي ائتلاف د منشور ستر نکات دي.

د دې ائتلاف په منشور  کې يوه بله جالبه نکته د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام د نوعيت په اړه د ائتلاف د غړو تر منځ نه اجماع ده. د منشور په پای کې «يادونه» شوې چې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ دعوت اسلامي ګوند «د هيواد د سياسي نظام د جوړښت په اړه بحث او پرېکړه راتلونکې ته پرېږدي» او د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي څانګه «د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام په اړه د پارلماني لفظ تر څنګ د نامتمرکز لفظ له يادولو سره موافقه نه ده.» د لطيف پدرام په مشرۍ د ملي کنګرې ګوند هم ټينګار کوي چې د دې سياسي ائتلاف سياسي نظام بايد «فدرالي» وي. دا نکته ښيي چې په يوه ائتلاف کې د افغانستان سياسي رهبران لا هم نشي کولای چې پر سياسي او اساسي موضوعاتو اجماع وکړي او يا هم د ځان لپاره يوه د منلو وړ مشترکه نکته پیدا کړي.

د ۱۴۰۱ لمريز کال په ميزان مياشت کې يوې بلې سیاسي ډلې هم خپل شتون اعلان کړ. دا ډله د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر، له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکره کوونکي پلاوي مشر او يو شمير نورو سياسي څېرو او د پخواني دولت چارواکو جوړه کړې ده چې نوم يې «د سولې او عدالت ملي خوځښت» دی. دا ډله په ترکيه کې د مېشتو رهبرانو بر خلاف له طالبانو سره د جګړې کولو پلوي نه ده او خپله راتلونکې نقشه او سياسي برنامه يې په اتو محورونو کې اعلان کړې ده.

د دې خوځښت د راتلونکې نقشې د دويم محور له موادو سره سم، «د هيواد د اوسنيو کړکېچونو پايدار حل له نظامي لارې نه بلکې ټوليز سياسي توافق ته د رغنده بين الافغاني او سياسي لارې څخه ممکن او مسير کېږي.» دا ډله د بين الافغاني مذاکراتو برياليتوب د دوحې له موافقې سره سم، د طالبانو او نړيوالې ټولنې په صادقانه او پایلې لرونکې عمل پورې تړلی ګڼي.

په وروستي ځل د افغانستان د ملي امنيت پخواني ریيس رحمت الله نبيل «د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند» جوړ کړ. د ۱۴۰۱ لمريز کال د مرغومي پر ۲۶مه د زوم له لارې وويل چې د ګوند اساسي موخه او تګلاره يې له روان کړکېچ څخه وتل او په هيواد کې د پايدارې سولې تأمينول او د خلکو د منتخبو استازو او د هيواد په قضايا کې د ښکېلو اړخونو په ګډون «د مؤسسينو د پراخ مجلس» په جوړولو کې ونډه اخيستل دي. د «ازادۍ ملي ګوند» د اتحاد او د طالبانو پر وړاندې د يوې پراخې جبهې د جوړولو غوښتنه کړې ده، خو ويلي يې دي چې نظامي جنګ له طالبانو سره د مقابلې لپاره وروستی انتخاب دی.

د پخواني ولسمشر اشرف غني دويم مرستيال سرور دانش چې اوس مهال په نيوزيلينډ کې مېشت دی هم د «عدالت و آزادی افغانستان» په نوم ګوند جوړ کړی دی او ويلي يې دي چې طالبانو د تاوتريخجن او انحصارګر چلند له وجې له مقاومت او مبارزې پرته بله لاره نه ده پرېيښې. دا ګوند سياسي، فکري، فرهنګي او مدني مبارزې ته ترجېح ورکوي او وايي چې دايمي ټيکاو ته د رسېدو لپاره افغانستان «جمهوري اسلامي فدرالي نظام» ته اړتيا لري.

نه لېوالتيا او سياسي سرګرداني

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د مخالفت لپاره ګڼ ادرسونه جوړ شوي دي، خو داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه او د افغانستان په چارو کې دخيل سازمانونه لا تر اوسه هم دې ادرسونو ته چندان پام نه کوي. له بله اړخه، بېلابېل پيغامونه او ناهمغږي چې له دې ادرسونو خپرېږي، د دې لامل کېږي چې نړيواله ټولنه او د افغانستان په چارو کې ښکېل هيوادونه د دې جبهو د غوښتنو او دريځونو په اړه روښانه تصور ونه لري. پاشلتيا، د طالبانو د دې سياسي مخالفينو په بهر کې مېشتېدنه او په افغانستان کې د جمهوريت پر مهال په وروستيو دوو کلونو کې د دوی کارنامې ښايي پر دې ادرسونو د نړيوالې ټولنې د بې باورۍ يو بل لامل وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا د تېر کال د لیندۍ پر ۲۹مه (۲۰۲۲ ډسمبر ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مجلس ته په خپل راپور کې د افغانستان د روان وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په هيواد کې دننه د طالبانو پر وړاندې هيڅ سياسي اپوزيسيون نشته. دې وويل چې د جمهوري نظام تبعيدي سياستوال سره له دې چې د طالبانو سخت منتقدين دي خو اتحاد او همغږي نه لري چې په افغانستان کې دننه يې اغېز پر کمېدو دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا. انځور: یوناما دري

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډيکر د افغانستان د وضعيت په اړه له خبريالانو سره په يوه انلاين غونډه کې وويل، چې هيواد يې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي. دې د دې پوښتنې په ځواب کې چې بېلابېلې سياسي ډلې په افغانستان کې د خبرو او يوه پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي، وويل چې يوه لور ته طالب نسبتا له قوي اتحاد سره شته دی او بل لور ته د غير طالب افغانانو تر منځ سيالي ده او تر منځ يې وحدت نشته. دې وويل: «دا څرګندونې زموږ د ځينو پخوانيو شريکانو په اړه ځوروونکې دي خو که متوجې شوي ياست، له دوی پرته بل هيڅوک د دوی د اتحاد او سازماندهي کېدو پر وړاندې خنډ نه دي.»

داسې ښکاري چې د طالبانو مخالف سياسي ادرسونه په خپله هم په دې مسئله او پايلو يې خبر دي. اوس مهال چې د طالبانو د رسميت پېژندنې او د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي بحث په نړۍ کې مطرح دی، په تبعيد کې د افغانستان سياسي رهبران نور هم اندېښمن دي. ځينې يې په خپله هم په ښکاره خبرداری ورکوي چې که متحد نشو، نړۍ به طالبان په رسميت وپېژني.

د حامد کرزي د حکومت پر مهال د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت مشاور رنګين دادفر سپنتا د ويانا په غونډه کې ويلي، چې «نننۍ نړۍ نور لومړيتوبونه لري؛ موږ بايد خپل ځان له غولونې را وباسو.» ده ويلي، چې اوس مهال نړۍ له خپلواکۍ غوښتونکو، ډيموکراټو، ملي او د افغانستان د ښځو او نارينه‌وو له ژغورونکو ځواکونو سره د مل کېدو لپاره رقابت نه کوي بلکې تر ډېره حده د نړۍ رقابت پر دې دی چې «څرنګه کولای شي ارتجاع، تاوتريخوالی او طالباني  او داعشي سازمان شوی جهالت د تحکيم ستراتېژۍ له لارې او يا هم پر نړۍ د ولکې په بدلون کې وکاروي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ویانا کې په دویمه ناسته کې د طالبانو د مخالفینو په یووالي ټینګار کړی دی. انځور:  PICTURE ALLIANCE / DPA

ښاغلي سپنتا په داخلي اړخ کې د فرصتونو له لاسه ورکولو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې «د وحدت غوښتنې د فريادونو تر شا وحدت ماتېږي.» د ده په وينا: «که اتحاد را منځته هم شي، نو کوم څه چې مو تر اوسه ليدلي دي، د نندارچيانو اتحاد دی. داسې اتحاد ښايي وکولای شي چې لوبغاړي وهڅوي، خو موږ د سياست د اصلي ميدان په لوبغاړو نشي بدلولای.»

متضادو روايتونو همغږي ستونزمنه کړې

د دې ډلو تر منځ د بې باورۍ مخينه شته او د اوسنيو سياسي ډلو تر منځ د همغږۍ را منځته کولو په ګډون يې د کړکېچونو پر وړاندې چلند فرصت‌طلبي ده، همدې ته په پام يې تر منځ د اوسني وضعيت تعريفونه او حللارې مختلفې دي، مګر بيا هم دا ډلې د اتحاد او همغږۍ پر اړتيا ټينګار کوي. دوی دا مسئله په خپلو رسنيزو اعلاميو کې هم په تکراري توګه مطرح کوي. لکه څرنګه چې د ويانا د دويمې غونډې ګډونوالو په وروستۍ اعلاميه کې ويلي، چې «اوسنی نامناسب وضعيت د دې غوښتنه کوي چې د ټولو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي ځواکونو، مدني فعالانو او خپلواکو شخصيتونو تر منځ د همغږۍ را منځته کولو لپاره جدي او عملي ګامونه واخيستل شي، ملي مقاومت پياوړی کړل شي او د افغانستان د سياسي ټيکاو لپاره اساسي حللارې وموندل شي.»

د «حرکت ملی صلح و عدالت افغانستان» غړی ډاکټر فضل احمد بورګيت وايي، چې د طالبانو د ګڼو مخالفو جبهو جوړول په څرګنده د پاشلتيا څرګندونه کوي خو د شمېر د ګڼوالي ګټه داده چې د ټولنې هر قشر کولای شي په يوه بڼه خپل غږ ورسوي او همدا راز کولای شي د طالبانو د مخالفينو د جلب او جذب زمينه پراخه کړي او د طالبانو پر خلاف غږ ته هر ځای او ټول هيواد کې ښه انعکاس ورکړي. ښاغلي بورګيت له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال يادونه وکړه چې د طالبانو د سياسي مخالفو ډلو تر منځ د همغږيتوب لپاره مذاکره روانه ده، ده همدا راز وويل: «مفکورې بېلابېلي وي. اندونه او حللارې بېلابېلي وي. فکر کوم چې ګڼې جبهې هم له همدې وجې را پيدا شوې دي، نه دا چې د [جبهاتو] تر منځ د منافعو او ملي ګټو اختلاف شته.»

دوکتور حسين ياسا د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» غړي او وياند هم ويلي، چې شورا نور ټول سياسي جريانونه همغږۍ ته رابللي دي. د ده په وينا، اوسني ائتلافونه «کنفدراسيوني ماهيت لري چې هلته ګوندونه او بېلابېل تمايلات شته دي.» ښاغلي ياسا اطلاعت روز ورځپاڼې ته وويل: «خبرې روانې دي او ملي مقاومت شورا ټول اړخونه رابللي دي چې راشئ، خبرې وکړو او موږ چمتو يو چې خبرې ورسره وکړو. هيڅ ستونزه نشته.»

خو سياسي فعال او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد عارف رحماني باور لري چې د طالبانو د مخالفو سياسي څېرو او ډلو مخينه ښيي چې هغوی د جمهوري نظام پر مهال نه و توانېدلي چې د جمهوري ارمانونو د ساتنې لپاره په يوه ګټور دايمي ائتلاف کې راغونډ شي. د ده په وينا، که څه هم دا رهبران جمهوريتپالي وو، خو په عملي توګه يې پر يوه-بل باور نه کاوه او په يوه واحد صف کې نه وو.

محمد عارف رحماني، سیاسي فعال او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی.

ښاغلي رحماني له اطلاعت روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې هماغه بې باوري، اختلاف او پاشلتيا تر اوسه هم شته او د دې لامل شوې چې د طالبانو پر خلاف يو واحد سياسي چتر جوړ نشي. ده زياته کړه: «دويم دليل دادی چې د طالبانو د مخالفينو تر منځ له طالبانو سره د مقابلې او جمهوري ارمانونو ته د رسېدو لپاره يوه پراخه طرحه او واضح روايت نشته. په تېر کې تماميت غوښتونکي حاکم جريان د نړيوالې ټولنې له حضور او داخلي ناکراريو څخه په ناوړه ګټې اخيستنې او همدا راز د قومي مشرانو د بې کفايتۍ او پاشل کېدو له وجې د خلکو باور په جدي توګه زيانمن شوی و. د ازبک، هزاره او تاجيک قومونو رهبران چې بايد په طبيعي توګه يې له طالب سره د مقابلې لپاره هلې-ځلې کولای، پر يوه-بل يې باور نه درلود او په غالبه توګه يې هڅې دا وې چې د هغه وخت له حکومتونو موقت امتيازات واخلي او هيڅکله يې ونشوای کولای چې د طالب پر خلاف لپاره يوه واحده جبهه جوړه کړي. دا بې باوري له بې تجربګۍ، بې کفايتۍ، ګټې پاللو، د پايلو په اړه له نه فکر او د رهبرانو د نه لرليد له وجې را پيدا شوې وه. هماغه وضعيت تر دې مهاله د دې لامل شوی چې د طالبانو پر خلاف يوه واحده جبهه جوړه نشي.»

په ترکيه کې مېشته شورا، «ملي مقاومت جبهه» او «د افغانستان د ازادۍ جبهه» د طالبانو د ماتولو او يا يې حد اقل سياسي حللارې ته د اړ کولو لپاره د وسله وال مقاومت په شمول بېلابېل اوزار وړانديزوي. د دې په مقابل کې، «د سولې او عدالت خوځښت» وايي چې جګړه د حل لار نه ده. د رحمت الله نبیل په مشرۍ «د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند» هم له طالبانو سره د مقابلې لپاره جنګ وروستی انتخاب ګڼي. د سرور دانش په مشرۍ تازه جوړ شوی ګوند پر فکري او سياسي مبارزه ټينګار کوي او د افغانستان لپاره د اسلامي فدرالي نظام غوښتونکی دی.

رفیع فاضل د اشرف غني د حکومت پر مهال د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال و

د اشرف غني په حکومت کې د ملي امنيت شورا مرستيال رفيع فاضل باور لري چې د طالبانو مخالف جريانونه د افغانستان له اوسني وضعيت څخه مشترک درک نه لري او دا چاره د دې لامل شوې چې د طالبانو پر وړاندې واحد صف جوړ نکړای شي. د ده په وينا، د طالبانو مخالف جريانونه چې د غير پښتنو رهبرانو له لوري جوړ شوي او رهبري کېږي، طالبان د خپل سياسي او فزيکي حذف لپاره ګواښ ګڼي او په اوسني وضعيت کې د بدلون راوړلو لپاره له هر ابزاره استفاده کول غواړي. د دې په مقابل کې د طالبانو مخالف پښتانه رهبران د وسله وال مقاومت ملاتړي نه دي.

ښاغلی فاضل زياتوي: «که څه هم د وروستيو بدلونونو له وجې ځينې مخکښ پښتانه شخصيتونه په دې پوه شول چې طالبان يوازې د زور په ژبه پوهېږي، خو لا هم په هيڅ توګه د جګړې پلويان نه دي او د طالبانو پر خلاف د سخت دريځ نيولو يا جنګ کولو ملاتړ نه کوي. دوی فکر کوي چې [دا] وضعيت کولای شي په پښتنه ټولنه کې شته نسبي امنيت له منځه يوسي او طالبان له فرصت څخه په استفادې هغوی د امنيت ضد معرفي کړي چې په پايله کې يې «[دا رهبران] هغه اندازه ملاتړ [په خپله ټولنه] کې له لاسه ورکوي چې لري يې. دا يوه اختلافي موضوع ده چې له کبله يې موږ نه يو توانېدلي د يوه کال او څو مياشتو پر مهال له ټولو قومونو يو واحد صف را منځته کړو.»

د رفيع فاضل په باور، وېش او د افغانستان د کشالې د حل لپاره د واحدې طرحې نشتون ملاتړي هيوادونه هم سرګردان کړي دي. ده وويل: «بهرني دوستان چې وينم، وايي هر وخت چې د طالبانو له يوې مخالفې ډلې سره وينو، نو شننه او حللاره يې په بشپړه توګه له بلې ډلې سره متفاوته وي. سياسي رهبران هېله لري چې نړيواله ټولنه به د تېر په څېر پاشلي سياسي ځواکونه بسيج کړي خو نړۍ نور افغانستان ته پاملرنه نه کوي او هيڅ هيواد نه دی تيار چې پر دې کار لګښت وکړي. سياسي ځواکونه بايد په خپله په دې لړ کې ابتکار وکړي او جدي ګامونه واخلي. د طالب مخالفو ډلو وضعيت دنيا مغشوشه کړې او د نړۍ د انفعالي وضعيت لامل د هغو ډلو نه انسجام دی چې خپل ځانونه د طالب مخالف ګڼي.»

‌په بهر کې مېشتېدنه د لابي‌ګرۍ لپاره يو فرصت

د افغانستان په اړه وروستی بدلون د دې هيواد له پولو دباندې د ۱۴۰۱ کال د غویي/ثور پر ۱۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ په قطر کې غونډه وه. ملګرو ملتونو دا غونډه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بنديز په شمول د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په تړاو رابللې وه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د دې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وويل، چې موخه له طالبانو سره د تعامل لپاره د يوې نړيوالې مشترکې تګلارې را منځته کول و، نه د دې ډلې د حکومت په رسميت پېژندل. ده زياته کړه چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په اړه يوه بله غونډه هم ژر جوړه شي.

تر دې غونډې وروسته «د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا» اعلان وکړ چې د افغانستان کړکېچ سياسي دی او د اقتصادي ستونزو په څېر مسايلو ته بايد راټيټ نه کړای شي. دې ډلې د يوې اعلاميې له لارې د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د دوحې د هوکړه‌ليک د لغو کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو سره يې د نړيوالې ټولنې د تعامل په اړه اندېښنه ښودلې. په دې اعلاميه کې راغلي چې هر ډول تعامل چې په واک کې د طالبانو له پاتې کېدلو سره مرسته کوي، انساني کړکېچ، قومي او سياسي تصفيه او فقر تشديدوي او «د سيمې هيوادونو او نړۍ ته د ترهګرۍ د خپرېدو او پياوړتيا» لامل کېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه يوه بله غونډه جوړه شي، د طالبانو مخالفې سياسي ډلې او خوځښتونه هم فرصت لري چې په راتلونکو برنامو کې د بدلون راوستلو او پرې د اغېز کولو لپاره هلې-ځلې وکړي. په سريلانکا کې د پخواني حکومت سفير او د امريکا په جورج ټاون پوهنتون کې استاد محمد اشرف حيدري په دې باور دی چې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو همغږي او د سياسي اجنډا مشخص کول کولای شي د طالبانو د سياسي مخالفينو غوښتنو ته د رسېدو پر لور يو ګام وي. په دې لړ کې د نويو بين الافغاني خبرو له لارې د دوی د پراخ بنسټي حکومت د جوړولو غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۵۱۲ پرېکړه‌ليک پر اساس چې د ۲۰۲۰ مارچ پر ۱۰مه يې تصويب کړ، هم شاملېدلای شي.

محمد اشرف حیدري په سریلانکا کې د پخواني حکومت سفیر او د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې استاد دی.

ښاغلي حيدري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وويل، چې د افغانستان سياسي رهبرانو او شخصيتونو د وروستيو څلورو لسيزو پر مهال «هر څه تجربه کړل او اوس وخت را رسېدلی دی چې درس زده کړي او د هيواد او د هيواد د راتلونکي په لپاره سره يو ځای او د طالبانو پر خلاف د مقاومت ملاتړ وکړي.» د ښاغلي حيدري په وينا، د طالبانو اقداماتو د افغانستان د سياسي او نظامي اپوزيسيون لپاره فرصت برابر کړی دی چې د خپلې جبهې په پياوړي کولو سره يو ځای شي، په نړيوال سيسټم کې په بېلابېلو بڼو حق غوښتنه وکړي او د مقاومت د دوام لپاره د هيوادونو مرستې را جذب کړي.

ده وويل: «طالبان نه داخلي مشروعيت لري او نه هم بهرنی، په ځانګړې توګه د رسميت پېژندنې له اړخه. دې تشې يو فرصت را پيدا کړی چې [د طالبانو مخالفې جبهې] يې پر اساس د حق غوښتنه کولای شي، يو ځای کېدلای او اجماع ته رسېدلای شي. د يوه ائتلاف له لارې دې په منظم ډول کار وکړي ځکه طالبان د خلکو تر منځ مشروعيت نه لري او په تېرو دوو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له لوري هم په رسميت نه دي پېژندل شوي. د حکومتولۍ په برخه کې د [طالبانو] د ناکامېدلو په اړه د نړيوالې ټولنې او سيمې اندېښنې، همدا راز تروريزم، د تارياکو کښت، د نشيي توکو توليد او بهر ته يې صادرول هغه فرصتونه دي چې که يې پر اساس مخالفې جبهې اتحاد وکړي، کولای شي يوه ځایناستې برنامه [وړاندې کړي] او د يو داسې پراخ‌بنسټه حکومت پر لور ولاړ شي چې په هغه کې طالبان هم شامل شي.»

له دې هر څه سره – سره، اوس پوښتنه داده چې ايا د افغانستان تبعيد شوي سياسي رهبران او د طالبانو مخالفې ډلې کولای شي تر يوه چتر لاندې را غونډ او نړيوالې ټولنې ته د طالبانو بديل وړاندې کړي يا نه او که د پاشلو ادرسونو او ائتلافونو په جوړولو او بې پلانه شته فرصتونه له لاسه ورکوي او نړۍ ته دا درک ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو بديل نشي پیدا کېدلای. دا هغه پوښتنه ده چې د طالبانو مخالفې ډلې او ادرسونه يې په عملي اقداماتو ځوابولای شي.