انځور: خواله رسنۍ

شبانې بسيج د «نيشنل جيوګرافيک ټولنې» د کال د پلټونکې جايزه وګټله

اطلاعات روز: شبانې بسيج د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په برخه کې د خپل فعالیت له وجې د «نيشنل جيوګرافيک ټولنې» د ۲۰۲۳ کال پلټونکې جايزه ګټلې ده.

دا د دې ټولنې غړيتوب لري او د افغان نجونو لپاره د «سولې (SOLA)» په نوم د هغه ليليې لرونکي ښوونځي بنسټګره ده چې اوس په روانډا کې فعاليت کوي.

د «نيشنل جيوګرافيک ټولنې» بنسټګر جیل تیفنتالر ويلي، چې شبانه بسيج يوه بااستعداده رهبره او زحمتکښه ښځه ده چې خپل ژوند يې د افغانستان د ښځو او نجونو ظرفيت لوړونې ته وقف کړی دی.

نوموړي زده کړو ته د لاسرسي او برابرۍ لپاره د شبانې زړورتيا او ژمنتيا الهام بښونکې ګڼلې.

شبانه بسيج په افغانستان کې د ليليې لرونکي سولې ښوونځي بنسټګره ده چې د نجونو د زده کړو تر څنګ د دې ښوونځي له فارغينو سره مرسته کوي چې د نړۍ په پوهنتونو کې د تحصيل لپاره چمتو شي او هلته نومليکنه وکړي.

یاد زدکړييز بنسټ په ولايتونو کې هم له نجونو سره د تحصيلي لګښتونو په موندنه کې مرسته کړې ده.

سوله ښوونځی د ۲۰۲۱ پر مهال روانډا ته انتقال شو او يوازينی ښوونځی دی چې همالته د افغانستان د نجونو لپاره فعاليت کوي.