کندهار کې یوه نهه کلن ماشوم برمې ته د لویدلو له امله ساه ورکړه

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې یوه ۹ کلن هلک ژورې څاه ته د لویدو له امله ساه ورکړې ده.

کندهار کې د طالبانو د والي وياند عزيز عزيزي وايي، یاد ماشوم عبدالرحمن نومیده او نن (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «لغړو» سیمه کې ۳۰ متره برمې ته لویدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي، د عبدالرحمن د ژغورلو لپاره د طالبانو د والي په ګډون تخنیکي ټیم هم ورغلی وو، خو هڅې یې ناکامې او یوازې د ماشوم جسد یې راوویست.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلنو راهیسې په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او فراه ولايتونو کې ګڼ ماشومان برمې ته لویدلي او زیاترو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.