اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یوه ۳۵ کلن کس ځان په اوبو کې غورځولی او مړ شوی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) ناوخته د روداتو ولسوالۍ اړوند د «کان» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي د نواز په نامه یوه ۳۵ کلن کس چې عصبي ناروغۍ یې درلوده، ځان یې د یادې ولسوالۍ په یو نهر کې غورځولی او جسد یې نن ځایي خلکو له اوبو راویستلی دی.
ننګرهار کې په دې وروستیو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي چې لامل اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او په لویه کچه د خلکو په رواني ناروغیو اخته کیدل بلل کیږي.