اطلاعات روز: د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې زده کوونکي شکایت کوي، چې د ښوونکو له لوري پرې شخصي کارونه کیږي.
د کامې ولسوالۍ د موسی شفیق لېسې د لسم ټولګي یو زده کوونکی ذاهدالله وایي، دا چاره ډیره په ولسوالیو کې ترسره کیږي او که د ښوونکي خبره ونه مني او یا یې شخصي کار ونه کړي، نو ډیر کله پر دوی فشار واردوي او له همدې امله یې بیا په ازموینو کې د ناکامیدو چانس هم زیات وي.
د هغه په خبره دا پروسه د غنم لو او تریشلو پرمهال ډیره ګرمه وي، چې له همدې امله نه یوازې د دوی تدریسي بهیر ټکنی وي بلکې پر زده کړو یې منفي اغیز هم کړی دی.
ذاهدالله زیاته کړه: «کوم زده کوونکی چې د ښوونکي کار ته ورنشي بیا ترې نمرې کموي او عقده ورسره پالي او که ورشي زده کوونکي په مفتو نمرو اموخته کوي او بیا له ښوونځي همداسې فارغیږي.»
د مومندرې ولسوالۍ د ایمل خان لېسې یو زده کوونکی سباوون هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د ښوونکو له لوري نه یوازې زده کوونکي شخصي کارونو ته غوښتل کیږي؛ بلکې له ځینو یې په یوه او بله بهانه د ازموینو په ورځو پېسې هم غوښتل کیږي چې ځینې یې د ورکړې توان نه لري او له همدې امله بیا په ازموینو کې ناکامیږي.
هغه په دې برخه کې طالب چارواکي هم ملامتوي او وایي، چې تراوسه یې د دې ستونزې د حل په برخه کې جدي اقدمات نه دی کړی، چې له امله یې زده کوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
په ورته مهال د زده کوونکو کورنۍ هم د ورته ستونزې شکایت کوي وایي، دا چاره نه یوازې په ښاري بلکې په لېرې پرتو ولسوالیو کې ډیره ترسره کیږي چې امله د زده کوونکو استعداد ورځ تربلې ټیټیږي.
شاه محمود چې د یو زده کوونکي پلار دی وایي، که پوهنې ریاست په یاده برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو له دولسم ټولګي فارغیدونکي زده کوونکي به د لوړو زده کړو چانس ونه لري او زیاتره به یې د کانکور په ازموینه کې ناکام شي.
شاه محمود زیاته کړه: «ډیر کله چې مونږ خپل اولادونه ښوونځیو ته د زده کړو لپاره لیږو، نو هلته پرې ښوونکي دغنو، جوارو لونه او یا نور شخصي کارونه کوي، چې له امله یې دوی له زده کړو پاتې کیږي»
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست طالب چارواکي هم یاده ستونزه مني او وایي، چې په ښار او ولسوالیو کې د ځینو ښوونکو له لوري پر زده کوونکو شخصي کارونه ترسره کیږي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایې، تازه یې یو شمیر هغه زده کوونکو له غنم ریبلو راګرځولي چې ځینو ښوونکو د خپلو پټیو ریبلو لپاره لیږلي وو.
د نوموړي په خبره هغه ښوونکي او اداري مسوولين چې څو ورځې وړاندې یې زده کوونکي د غنمو لو لپاره بیولي وو، په دې قضيه کې ښکېل دي د قانون له مخې به ور سره چلند وشي.
هغه وايي، د ښوونځي هيڅ مسوول حق نه لري چې پر زده کوونکو کار وکړي او يا يې په غير قانوني ډول تر فشار لاندې راولي.
د پوهنې ریاست چارواکي بیا له زده کوونکو او د دوی له کورنیو غوښتنه کوي چې په ښوونځیو کې دې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
