انځور: خواله رسنۍ

ننګرهار کې د ځنګلونو خپلسرې وهنې د خلکو اندیښنې راپارولي

نازیان، سپین غر او یو شمیر نورې د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې د غرونو ډیره برخه یې طبیعي ځنګلونو پوښلې خو اوسیدونکي یې د ځنګل خپلسرې وهنې اندېښمن کړي دي.

د نازیانو ولسوالۍ اوسیدونکی محمد میران وایي، دغلته د ځنګل ونې په ډیرې بې رحمۍ سره قطع کیږي، خو تراوسه یې ځایي طالب چارواکو د مخینوي په برخه کې هغسې چې لازمه ده د ځنګلونو ساتنې ته پام نه دی کړی.

محمد میران زیاته کړه: «د نازیانو په غرونو کې چې کومې ځنګلې دي هغه دا څو ورځې کیږي، چې د شپې لخوا د ځینو کسانو له لوري وهل کیږي او هیڅ معلومات یې هم نه کیږي چې دا ونې څوک او ولې وهې، زما د معلوماتو له مخې په نازیانو کې شاوخوا ۲۰۰ ونې وهل شوي، چې مختلفې ځنګلي ونې پکې شاملې دي طالبانو یې د مخنیوي په برخه کې هم څه نه دي کړي.»

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي د طالب چارواکو له لوري د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د «شنې قعطې» پر ځانګړي ځواک هم نیوکه کوي او وایي، تراوسه یې د ځنګل ساتلو پرخه کې څه ډول چې لازمه ده پاملرنه نه ده کړې.

د نازیانو ولسوالۍ اوسیدونکی محمد یونس وایي، د سیمي ډېر ی ځنګلونه یې هم اوس او هم د تېرو کلونو پر مهال په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګه کړی بلکې د سیمي په موسم یې هم ناوړه اغیزې کړې دي.

نوموړی په ولسي کچه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې پر ولسي تړو ټینګار کوي او وایي، که د ولسي پرېکړو پر مټ د ځنګل ژغورنه ونشي نو لېرې نه ده چې د دې ولایت ډېری شنې سیمې به په شاړو ځمکو بدلې شي.

د نازیانو ولسوالۍ طبیعي ځنګلونه. انځور: خواله رسنۍ

محمد یونس زیاته کړه: «د نازیانو زیاتره ځنګلونه په تېر کې هم وهل شوي او دغه راز اوس تازه څو شپې کیږي، چې بیا د ځینو خلکو له ځنګل ونې پرې شوي دي، طالبانو د ځنګل ساتلو په برخه کې د شنې قعطې په نامه کسان ګمارلي خو هغوی هم د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي؛ زمونږ غوښتنه له حکومت دا ده چې باید ځنګلونو ساتنې ته پام وکړي او په دې برخه کې د ولس مرسته وغواړي ځکه که ولسي خلک د پریکړو پر اساس ځنګلونه ونه ساتي حکومت یې ساتنه نشي کولای.»

له دې څو ورځې وړاندې د نازيانو په ګاونډ د سپين غر ولسوالۍ مامند سيمه کې هم په خپلسري توګه ځنګل وهل شوی و.

د یادې ولسوالۍ قومي مشر ملک سيد حکيم له ځايي امنيتي او د کرنې اړوند ادارو غوښتنه کوي چې بايد د ځنګل د خپلسرې وهنې مخه ونيسي.

نوموړی د ځنګل په ساتنه کې له حکومت سره-سره د عامو خلکو ونډه مهمه ګڼي او وایي، چې د ولس خپلمنځي پرېکړې په دغه ولایت کې دځنګلونو د وهنې مخنیوی کولای شي.

ملک سید حکیم زیاتوي: « په سپین غر نازیانو او نورو غریزو سیمو کې چې غرونه یې ځنګلونه لري باید چې حکومت یې ساتنه وکړي، ځکه دا د ټول ملت مال دی او هېڅوک يې په خپل سر د وهلو حق نه لري مونږ دلته قومي تړې هم لرو خو د طالبانو له حکومت غواړو چې باید د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې جدی اقدامات ترسره کړي.»

خلک وایي، که د ولسي پریکړو پر اساس د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونه نیسي، طالبان یې مخه نشي نیولی. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ځنګلونو د ساتنې او دا ډول خپلسري وهنې د مخنيوي لپاره شنه امنيتي قطعه جوړه شوې چې هیچاته د ځنګل وهلو اجازه نه ورکوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د ځنګلونو د ساتنې شنې امنيتي قطعه قوماندان مولوي شيرين اغا بدر وايي، د نازيانو ولسوالۍ د ځنګل وهنې په تور څو تنه مشکوک کسان نیول شوي، خو له څیړنو وروسته ورته جوته شوې چې نیول شوي کسان بې ګناه وو.

بدر زیاته کړه: «د نازیانو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چې ویل کیدل د یو شمیر کسانو له لوري ځنګل وهل کیږي، نو زموږ ملګرو ساحې ته ځان رسولی اوس يې مخنيوی شوی ځينې کسان هم نیول شوي خو هغوی په اقرار کې ویلي چې ځنګلونه دوی نه دي وهلي اوس مونږ په دې هڅه کې یو چې اصلی مجرمین پیدا کړو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګل ونې ووهي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې وزارت له لوري د څلورو نورو وزارتونو سره په ګډه د ځنګلونو د خپلسرې وهنې د مخنيوي لپاره د یوې ۱۱ ماده ييزه نوې طرحې د جوړیدو خبر ورکړی و.

 د دغې طرحې له مخې په ټول هيواد کې د ځنګلونو د ساتنې شنې قعطې د جوړیدو خبر وکړل شوی و، چې ځينو ولايتونو کې سل کسيزه ځواک له مخه فعال شوی دی.

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین هم وایي، دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې بریالۍ ثابتې شوي او هڅه کوي دا پروسه جاري وساتي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې د دې ولایت په یوولس ولسوالیو کې پر شاوخوا ۶۵ هکتاره ځمکه طبیعي ځنګلونه موجود دي، چې له د تیرو جګړو پرمهال د دې ملي شتمنۍ یو څه برخه لوټ شوې هم ده.