ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (شنبه، ۶ د غبرګولي) مازدیګر مهال د ننګرهار اچین ولسوالۍ اړوند «عبدالخیلو دمګل» سیمه کې شوې چې پرمهال یې د خان زمان په نامه یو ۲۹ کلن کس په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی د یادې پېښې لامل پخوانۍ دښمني یادوي او وایي، د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.

د طالبانو حکومت په راتګ سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې پخوانۍ دښمني، د ځمکو پر سر ناندرۍ او نور عوامل بلل کیږي.