انځور: خواله رسنۍ

افغان سوداګر: تورخم کې د پاکستاني لوري لخوا په یوه او بله بهانه ځورول کېږو

ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستاني لوري په یوه او بله بهانه ځورول کیږي، چې له امله یې نه یوازې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې بلکې دوی ډیر کله له مالي زیان سره هم مخ وي.

سوداګر زلمی عظیمي وایي، ستونزه د پاکستان له اړخه ده ځکه هغه لاریو ته ژر د ورتګ اجازه نه ورکوي چې د افغانستان تازه میوې او نور توکي پکې بار وي چې د ځنډ له امله یې دوی زیان ویني او ډیره کله د افغاني صادراتو ارزښت په بازار کې کمېږي.

عظیمي زیاته کړه: «اوس مهال د تورخم په صفري نقطه کې زرګونه سوداګریزې لارۍ ولاړې دي، چې پاکستانی لوری په ځنډ د تګ اجازه ورکوي او له همدې امله سوداګرو ته زیان اوړي او دغه راز کوم مال چې هلته وزن کیږي؛ دوباره بیا په ننګرهار ګمرک کې تلل کیږي چې دلته بیا وزن زیات ښیي چې له امله یې له سوداګرو د زیات وزن پېسې اخیستل کیږي له حکومت غوښتنه کوو چې د سوداګرو ستونزو ته دې دحل لار پیدا کړي او شته ستونزې دې ژر حل کړي.»

افغان سوداګر د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې د سوداګرۍ برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. انځور: خواله رسنۍ

د نوموړي په خبره تورخم کې د سوداګریزو موټرو چلوونکي هم له ورته ستونزې کړیږي، چې پاکستانی لوری په تورخم کې دوی ته په یوه او بله بهانه ستونزې جوړوي چې له امله یې سوداګریزې چارې ټکنۍ دي.

محمد زبیر د سوداګریزو موټرو یو چلوونکی دی وایي، چې پاکستان هغې غاړې ته د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنۍ پرمخ بیایي چې له امله یې تورخم کې سلګونه لارۍ په ورځو ورځو ولاړې وي.

د نوموړي په خبره په ځنډ د لاریو د اوښتو له کبله بار کړې میوې او ترکاریو ته لوی زیان اوړي، ځکه په خپل وخت یې د پاکستان بازارانو ته نشي رسولی.

هغه د سواګریزو ستونزو دحل په برخه کې له دواړو حکومتونو د اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.

محمد زبیر زیاتوي: «تورخم کې پاکستانی لوری پر وخت د سوداګریزو موټرو ګمرکي چارې نه خلاصوي او هسې په یوه او بله بهانه یې ځوروي، چې له امله یې په ځینو توکو وخت اوړي چې د ځنډولو توان لري؛ کوم سوداګریزې لارۍ چې پاکستان لورې ته اړوي نو د دې توکو ټول قانوني اسناد له مونږ سره وي، خو بیا هم په وخت اجازه د تګ نه راکول کیږي.»

افغان سوادګر وایي، چې د دوی مالونه په تورخم کې په ورځو ورځو ولاړ وي او پاکستانی لوری ورته پر وخت د تګ اجازه نه ورکوي. انځور: خواله رسنۍ

د خوشال په نامه یو بل سوداګر بیا د یو لړ ستونزو سربیره د ځینو اصلاحاتو د رامنځته کیدو خبره هم کوي او وایي، که څه هم پخوا ډېر کله د سوداګرو له باروړنکو لاریو د تورخم-جلال اباد په لاره په یو او بل نوم پېښې اخیستل کیدې خو اوس خوښ برېښي او وایي، دغه ستونزه یې هواره شوې ده.

خوشاله زیاته کړه: «که څه هم تورخم کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې شته او تراوسه څه ډول چې لازمه ده حل شوي نه دي، خو بیا هم ځینې اصلاحات رامنځته شوي لکه مخکې به ځینو کسانو په تورخم او دغه راز د تورخم-جلال اباد پر لویه په امنیتي پوستو کې پېسې په یوه او بله بهانه اخیستې خو اوس دا کار نه کیږي؛ غوښتنه مو دا ده چې باید د سوداګرۍ په برخه کې شته ټولې ستونزې حل شي څو سوداګر په ډاډه زړه وکولای شي سوداګري وکړي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولینو هم ویلي، په تیرو کلونو کې به د تورخم له لارې په افغاني تولیداتو بار شاوخوا ۱۲سوه لارۍ پاکستان ته اوښتې خو اوس دا شمیره پنځه سوه ته راټيټه شوې ده.

دوی له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې په شوي تړون کې د ځینو مادو د بدلون او پرې د بیا غور غوښتنه کوي.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکي د ستونزو دحل ډاډ ورکوي او وایي، چې د تورخم له لارې سوداګري تر پخوا ښه شوې ده.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار عصمت الله یعقوب د عوایدو د زیاتوالي خبره هم کوي او زیاتوي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې عواید څو چنده زیات شوي

یعقوب زیاتوي:«له پاکستاني چارواکو سره مو په تورخم کې د سوداګرو ستونزې شریکې کړي او هغوی دحل ژمن کړې ده، په تورخم کې زمونږ د معلوماتو له مخې هر ورځ له ۱۴ تر۲۰ میلیونو افغانیو پورې عواید راټولو او دغه راز مو کلني عواید زیات شوي یعنې پنځه میلیاره عواید مو راټول کړي او دا عواید تیر کې دوه میلیارده وو.»

طالب چارواکی د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي او وایي، چې د پاکستان سره یې سوداګري تر پخوا ښه شوې ده. انځور: خواله رسنۍ

تورخم کې سوداګر داسې مهال شکایت کوي چې له دې وړاندې د پاکستان سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخیدو تر څنګ د تورخم له لارې تلوونکو مسافر او خاص ډول د ناروغانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابریدو ډاډ ورکړی و.

تورخم د هیواد یو له مهمو لارو ګڼل کیږي چې د سوداګریزو موټرو ترڅنګ پرې هره ورځ ګڼ شمیر عام افغانان کوزې پښتونخوا ته تګ راتګ کوي.

د یادونې وړ ده چې د څو کلنو راهیسې خلک او سوداګر د تورخم له لارې پاکستان ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو او سوداګریزو ستونزو د حل غوښتنه کوي خو د حکومتونو له خوا ورسره شوې ژمنې لا هم عملي شوې نه دي او کړې ژمنې یواځې ژمنې پاتې دي.