ننګرهار کې د رواني ناروغانو زیاتوالی؛ ډیری یې میرمنې دي

روغتیاپالان وايي، جګړې، بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له امله د هیواد ۴۸٪ سلنه وګړي په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډېره برخه یې مېرمنې دي.

شازیه نیازۍ په ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال محصله ده، خو له کله چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو په ورتګ بندیز لګولی په کور ناسته ده.

نوموړې له تحصیل‌ سره هم‌مهاله په یوه خیریه موسېسه کې دنده هم درلوده او د خپلې کورنۍ په اقتصادي پیاوړتیا کې یې برخه اخیسته.

نوموړې شکایت کوي چې نه یوازې بې روزګاره شوې بلکې د زده کړو برخلیک یې هم نامعلوم دی چې له کبله له زیاتو رواني فشارونو لاندې ژوند تیروي.

نیازۍ زیاتوي: «زه جلال اباد ښار کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم کال محصله یم خو له کله چې طالبانو پر ښځینه وو د زده کړو بندیز لګولی په کور کې یم او له دې وړاندې مې له زده کړو سره سره په یوه موسېسه کې هم دنده درلوده، چې خلکو ته به مو روغتیایي خدمات وړاندې کول او له همدې لارې به مې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې هم پوره کولې؛ خو اوس نه زده کړې شته او نه دنده ټوله ورځ په کور کې یم او ځان ته چې فکر کوم نو په رواني ناروغۍ اخته یم ځکه هیڅ مې ذهن د پخوا په ډول کار نه کوي او نه مې زړه سکون لري.»

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده د بندیز له کبله ډیری نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي. انځور: خواله رسنۍ

نوموړې زیاتوي، نه یوازې دا له دې حالته ځوریږي بلکې د دې نورې همزولې او ټولګیوالې هم له ورته ستونزې کړیږي او هېله لري چې د ښځو لپاره دې طالبان په اسلامي چوکاټ کې د کار او زده‌کړو زمینه برابره او د دوی برخلیک دې معلوم کړي.

سپوږمۍ د«نازو انا» لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې ده، هغه هم له ورته رواني ناروغۍ کړیږي او وایې، د نجونو د زده کړو پر وړاندې بندیزونه او د طالبانو له لوری پر ښځو بیلابیلو محدویتونو له امله ځوریږي او خپل راتلوونکې ته ناهیلې ده.

نوموړې وایي، که پر ښځو د طالبانو له لوري بندیزونه همداسې دوام وکړي نو په زیات شمیر نورې افغان میرمنې به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

سپوږمۍ زیاتوي: «په رواني ناروغیو خو ښځې ځکه زیاتې اخته شوي چې د طالبانود حکومت په راتګ سره پر دوی ډول ډول بندیزونه ولګول شول او له همدې امله دوی په رواني ناروغۍ اخته شوي، زه په خپله هم ځان له رواني اړخه روغ نه احساسوم او دغه راز زما زیاتره نورې ملګرې هم په رواني ناروغۍ اخته شوي؛ ځکه اوس په کور ناستې دي او خپل راتلوونکي ته خفه دي چې پر دوی به نور څه بندیزونه لګول کیږي له طالبانو غواړو چې مونږ ته د زده کړو اجازه راکړي او هم د کار ځکه مونږ هم حق لرو چې کار وکړو او زده کړې وکړو.»

له ښځینه وو سربیره نارینه هم د رواني ناروغۍ ښکار شوي چې لامل یې بې روزګاري او نورې اقتصادي ستونزې یادیږي.

محمد نعیم د تیر جمهوري نظام پرمهال د ملي اردو سرتیر و او کلونو یې د هیواد خدمت لپاره دنده ترسره کړې وه.

هغه چې اوس مهال د ننګرهار د حوزوي روغتون د رواني ناروغیو په څانګه کې تر درملنې لاندې دی وایي، له کله چې طالبان واک ته رسیدلي نوموړی بې دندې شوی او له زیاتو اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغه اخته شوی دی.

د هغه په خبره ډیر کله د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند چارې په سم فکر او قضاوت ترسره کړي.

محمد نعیم زیاتوي: «ما شاوخوا پنځلس کاله د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې او کوم وخت چې زه په وظیفه کې وم، نو اقتصادي ستونزې نه وې ځکه هره میاشت مې په کافي اندازه معاش درلوده؛ خو له کله چې تیر حکومت ړنګ شو او طالبان واک ته ورسیدل نو د نظام سقوط هم زما په مغز بد اغیز وکړ او دغه راز بې روزګاره هم شوم اوس یو نیم کال پوره کیږي چې په رواني ناروغۍ اخته یم کله ښه شم او کله بیا بیخي خراب شم حتا له خپلې میرمنې او کورنۍ نورو غړو سره مې هم په څو ځلي شخړه کړې او کورنۍ هم راڅخه ډیره په عذاب کې ده.»

ننګرهار کې د رواني ناروغیو زیاتوالی یو لامل بې کاري بلل کېږي. انځور: ارشیف

په ورته مهال روغتیاپالان هم تاییدوي چې د ښځو رواني ستونزې د نارینه‌ وو په نسبت ډېرې ښکاري

په ننګرهار کې د رواني ناروغیو ډاکټر عبدالقیوم وایي، رواني ناروغان د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند اړوند چارې په سم فکر او قضاوت ترسره کړي.

نوموړی همداراز زیاتوي، بې‌روزګاري، محدودیتونه، کورنۍ او ټولنیزې ستونزې هغه لاملونه دي چې خلک له رواني فشار سره مخ کولای شي چې ښځې هم ترې مستثنا نه ‌دي او ښايي تر نارینه ‌وو شمېر زیات هم وي.

عیدالقیوم زیاته کړه: «رواني فشارونه او رواني اختلالات بېلابېل عوامل لري او په یوه مشخص علت پورې یې څوک نه ‌شي تړلی، په اوسني وخت چې رواني ناروغان زیات شوي لامل یې فقر بې وزلي، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او په خپله د نظام بدلون هم د خلکو په روان اغیز کولای شي او په خاص ډول ښځې چې ډیرې ژر پر رواني ناروغۍ اخته کیدای شي؛ ځکه دوی د ډیر غم یا خفګان د زغملو توان نه لري او یا پر دوی محدویتونه هم د دې لامل شوي چې په رواني ناروغۍ اخته شي.»

د ننګرهار د رواني ناروغیو د درملنې څانګه یوازې ۲۰ بستره لري چې ۶ یې ښځینه وو ته ځانګړي شوي دي

بلخوا د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې هم د نورو ولایتونو په څیر پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر لوړ شوی دی.

د ننګرهار سیمه ییز روغتون د رواني روغتیا څانګې مسوول ډاکټر احمدظاهر الله یار اقتصادي ستونزې، کلتوري محدودیتونه، په کم عمر کې د نجونو ودول، رواني فشار، له زده کړو بې برخې کیدل او کورنی تاوتریخوالی د دې ناروغۍ لوی لاملونه بولي.

هغه وایي، د رواني ناروغانو په شمېر کې ۴۰په سلو کې زیاتوالی راغلی چې لویه برخه یې ښځې جوړوي.

نموړی زیاتوي،چې پخوا به ورته د ورځې له ۳۰تر ۵۰ کسانو مراجعه کوله، خو اوس دا کچه په ورځنۍ سطحه له ۴۰تر ۸۰تنو ته رسېدلې ده.

الله یار زیاتوي: «ننګرهار کې د رواني ناروغانو شمیر زیات شوی او لامل یې بې روزګاري، اقتصادي ستونزې پر میرمنو ځینې محدودیتونه دي، پخوا به د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته رواني ناروغان د ۳۰ او ۵۰ منځ کې وو اوس دا کچه لوړه شوې، د ورځې له ۴۰ تر ۸۰ ناروغان مراجعه کوي چې ۷۵ سلنه یې ښځې دي، دا حالت ورځ تر بلې د خرابیدو خوا ته ځي، ځکه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

نوموړی وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغانو درملنې لپاره د بستر شل خونې لري چې په خبره یې بسنه نه کوي.

ډاکتران وایي، نامناسب چلند، له نورو ګوښه کېدل، تاوتریخوالی، ناسم باور، د تمرکز کمزوري، خواشیني او زړه تنګوالی، د لېوالتیا کمښت یا له یو څه خوند نه اخیستل، ځان لوی ګڼل، خوځښت رامنځته کېدل، اندېښنې، د وزن ژر بدلون، ډاروونکي فکرونه، له اندازې ډېر ډار یا د ډېرې ګناه احساس، د خوړو په عادتونو کې ډېر بدلون، ډېره ستړیا، له ورځینو ستونزو سره د مبارزې کمزوري او تشویش، له اندازې ډېر قهر یا د ځان وژنې فکر ټولې رواني ستونزې بلل کېږي.