اطلاعات روز: د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټيټيوټ موندنې ښيي چې په دې هيواد کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تروريستي بريدونو شمېر ۷۳ سلنه زيات شوی دی.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې بريدونو کې د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۳ تر اپريل پورې د (۲۱ مياشتې) په موده کې د وژل شويو افرادو شمېر د تېرو کلونو د همدې مودې په پرتله ۱۳۸ سلنه زياتوالی ښيي.
دا راپور په تازه توګه د «افغانستان ليد او د پاکستان د پاليسۍ انتخابونه» په عنوان سره خپور شوی دی.
همدا راز په دې راپور کې ويل شوي چې خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه د تاوتريخوالي له اړخه د افغانستان له وضعيت څخه په زياته کچه اغېزمن دي، د دې ۲۱ مياشتو پر مهال په دې ځايونو کې په ترتيب سره د بريدونو شمير ۹۲ او ۸۱ سلنه زيات شوی دی.
بل لور ته پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې په پنجاب، سند او اسلام اباد کې د ۲۰۲۱ تر اګست وړاندې د ۲۱ مياشتو سره په پرتله د بريدونو شمېر په نسبي توګه کم شوی وو.
دا راپور خبرداری ورکوي چې د تروريزم نوې څپې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو، بلوچستان او سند کې د پاکستان امنيتي ننګونې زياتوي او همدا راز د ديني بنسټپالنې او راډيکاليزم د ودې لامل کېږي.
د سولييزو مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي: «د ناامنۍ، اورپکۍ او تاوتريخوالي داسې چاپېريال په اوږدمهال کې کولای شي د سياسي او اقتصادي ثبات پر وړاندې يو جدي ګواښ وي.»
په دې وروستيو کې له تروريزم سره د مبارزې مرکز او په ويسټ پواينډ کې د امريکا په نظامي اکاډمۍ کې علمي موسېسې د تحريک طالبان پاکستان په اړه په خپلې يوې خپرې کړې مقالې کې ويلي و چې دا ډله د افغانستان د طالبانو لار تعقيبوي.
د مقالې په لومړۍ برخه کې پر دې خبرې شوې دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسېدل د پاکستاني طالبانو لپاره څه پيغام لري.
د مقالې ليکونکو ويلي: «په افغانستان کې د طالبانو تر برياليتوب وروسته پاکستاني طالبانو پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي او [خپل] جنګيالي يې له افغانستانه پاکستان ته انتقال کړي او اوس يې پام د پاکستان د دولت پر خلاف جنګ ته دی.»
پاکستاني چارواکي هم وايي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دې هيواد کې د بريدونو شمېر زيات شوی دی.
خو په افغانستان کې طالبان د پاکستاني چارواکو ادعا ردوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستاني دولت د دې ډلې په منځګړيتوب له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړې؛ خو ظاهرا دې خبرو کومه پايله نه ده ورکړې.