انځور: استول شوی

ننګرهار کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې یو کس مړ او ۱۰ نور ټپيان شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې لومړۍ پېښه نن (پنج‌شنبه، ۱۱ د غبرګولي) سهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند «خالص فامیلیو» سیمه کې د ریکشا او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې ۶ کسان ټپیان شوي او یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي، دویمه پېښه په ورته مهال د روداتو ولسوالۍ اړوند «دربځالې» سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټر ترمنځ شوې چې پکې ۴ کسان سخت ټپیان شوي دي.

د ټپیانو د هویت او روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

زابلي د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطې یاده کړې ده.

په دې وروستیو کې ننګرهار او نورو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.