AAP Image/Jane Dempster via REUTERS

په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې ادعا؛ پخواني اسټرالوي سرتېري د دریو رسنيو پر وړاندې د افترا قضيه بايلوده

اطلاعات روز: رابرټز سميت د هغو دریو ورځپاڼو پر خلاف د افترا قضيه بايللې چې دی يې په افغانستان کې د شپږو ملکي وګړو په وژنه تورن کړی و.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، د فيډرالي محکمې قاضي آنټوني بسانکو د پنج‌شنبې (۱ د جون) په ورځ په سيډني کې خپلې موندنې شريکې کړې او ويې ويل چې رابرټز سميت د وژنې په کومو شپږو قضيو کې تورن دی، ورځپاڼو پرې څلور ثابتې کړې دي.

ده زياته کړې، چې د افترا اقدامات بايد رد شي خو له دې سره – سره رابرټز سميت تر اوسه د هيڅ محکمې له لوري د کوم جرم په کولو نه دی تورن شوی.

۲۴ کلن رابرټز سميت له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۲ پورې په افغانستان کې د ماموريت پر مهال د خپلو کارنامو له وجې څو نظامي وياړونه ګټلي دي او د يوه ملي اتل په توګه پېژندل کېږي.

خو د اسټرالوي ورځپاڼو راپورونه وايي، چې سميت په افغانستان کې د منلو وړ نظامي پولې ماتې کړې دي او «د بې دفاع ملکي افغانانو پر وړاندې يې په وحشيانه چلند» کې لاس درلود.

په دې راپورونو کې د نورو هغو سرتېرو خبرې نقل شوي چې په افغانستان کې موجود و، هغوی ويلي چې رابرټز سميت يو بې وسلې افغان په ډزو وژلی او همدا راز يې يو بل لاس تړلی کس له پاڼ لاندې غورځولی او خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په ډزو يې وولي.

رابرټز سميت له هغو ورځپاڼو چې داسې راپورونه يې خپاره کړي و، شکايت کړی و.

ده دا راپورونه ناسم بللي و او دا يې د هغو ناکامو سرتېرو ادعاوې بللې وې چې د ده له لاسته راوړنو سره يې کينه درلوده. سميت له ورځپاڼو د غرامت غوښتنه کړې وه.

ورځپاڼو له خپلو راپورونو د دفاع او د ادعاوو د ثابتولو لپاره پخواني سرتېري په محکمه کې د شاهدانو په توګه وړاندې کړي و.

فيډرالي قاضي په سيډني کې ويلي: «ورځپاڼو راپور ورکړی و چې رابرټز سميت يو ټيټ پوړی اسټرالوي سرتېری اړ کړی و چې يو په عمر مشر او بې وسلې افغان اعدام کړي … دوی (ورځپاڼو) ثابته کړه چې دا راپور سم دی.»

په يوه بله پېښه کې ورځپاڼو راپور ورکړی و چې رابرټز سميت يو داسې کس وژلی و چې يوه مصنوعي پښه يې درلوده او بيا يې هغه مصنوعي پښه اسټراليا ته يووړه او خپل سرتېري يې هڅول چې له هغې د څښاک د توکي په توګه کار واخلي.

قاضي ويلي چې اسناد دا ادعا هم سمه ثابتوي. د اسټراليا د يو شمير ځانګړو ځواکونو د «جنګي جنايت» په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي، د اسټراليا دفاع وزارت هم دا راپورونه د يوه ځانګړي کميسيون په وسيله ارزوي.