انځور: via reauters

نړيوال تعامل او د طالبانو بې مسووليتي

شمشاد زلمی

رويټرز کندهار ته د قطر د لومړي او بهرنيو چارو د وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د وروستي سفر په اړه نوي جزييات په ډاګه کړي چې هلته يې د طالبانو له مشر ملا هبت الله آخوندزاده سره کتلي او د ښځو د زده کړو او کار په شمول پر ګڼو موضوعاتو ورسره غږېدلی دی. په کندهار کې زما سرچينې هم تاييدوي چې نوموړي د طالبانو له مشر سره کتلي او معلومات ښيي چې دا دوه په دوه ملاقات و، زه داسې انګېرم چې ښايي په دې منځ کې به يو ژباړن هم و ځکه د ملا هبت الله روانه او فصيحه عربي نه ده زده.

په دې اړه اوس داسې اټکلونه کېږي چې د دې ملاقات پايله به څه وي؟ ايا طالبان به حد اقل د ځينو مهمو او بشري موضوعاتو په اړه خپل سخت دريځ نرم کړي؟ په دې اړه چې ما کوم تحليلونه لوستي دي، هغه کسان ورته ډېر خوشبين دي چې په يو نه يو ډول د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی داسې انګېري چې دا له نړۍ سره د طالبانو په تعامل کې يو لوی پرمختګ دی او په دې سره به طالبان د ځينو هغو شيانو منلو ته تيار شي چې اوس مهال يې له دې ډلې سره د نړيوالې ټولنې د زياتې ښکېلتيا مخه نيولې ده. مګر زما په اند داسې نظر ډېر واقعي نه دی او يوازې د طالبانو د ملاتړ او له هغوی سره د خواخوږۍ (؟) پر اساس ورکول کېږي.

زه ځکه له دې دريځ سره جوړ نه يم چې يو خو د طالبانو او د هغوی د ملايانو د ډبرينې زمانې فکر په يوه ملاقات نه بدلېږي، هغه چې د ټولو شته ستونزو اصلي جرړه ده. بله خبره داده چې د څه باندې تېرو دوو کلونو تجربه هم دا وايي چې طالبانو د نړيوال تعامل او راشې-درشې په لړ کې هيڅ ډول ژمنې نه دي عملې کړي بلکې ورځ په ورځ يې دريځ سخت شوی او د ولس پر هېلو، ارمانونو او حقونو يې پښې ايښې دي.

ملا هبت الله په فکري توګه د يوې ډېر شاته پاتې ذهنیت خاوند دی. هغه د نړۍ د سياستونو او ټولنې په اړه په سيسټماټيکه توګه ډېر کم پوهېږي/ نه غواړي ځان پوه کړي. د نړۍ په اړه د هغه د پوهاوي کچه او معيار هغه ژيړ ورقي کتابونه دي چې د پاکستان او افغانستان په مدرسو کې لوستل کېږي او نوموړی او ورسره همکار ملايان يې چې کله د مهمو پالیسيو په اړه لکه د نجونو زده کړې، د هغوی کار، په ټولنه کې د هغوی رول، انتخابات، نړيوال، سيمه‌ييز او د هيواد په کچه ولسي تعامل په اړه پرېکړې کوي نو هماغو سرچينو او کتابونو ته رجوع کوي. دا د دوی د باور او عقيدې برخه ده، دوی انګېري چې خدای دوی ته د همدې کتابونو او باور د پلي کولو مسووليت سپارلی دی او د تېرو شلو کلونو هلې-ځلې يې د همدې لپاره وې. دې حقيقت ته په پام به دا ډېره سخته وي چې د طالبانو او ورسره د همفکره سختدريځو ملايانو نظر دې يوازې په يو او يا يو څو ليدنو کې بدل کړای شي، البته که خبره د استدلال او منطق وي او په دې لړ کې نور داسې څه دخيل نه وي چې کولای شي له يوې بلې لارې د دې ملايانو د فکر او يا پاليسيو په بدلون کې اغېز لري.

له دې هاخوا، يوه بله مهمه خبره داده چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو هيڅ ډول مثبت تعامل نه دی ښودلی. که څه هم طالب پلوي شنونکي او په خپله طالبان نړيواله ټولنه په نه تعامل او نه ښکېلتيا تورنوي، خو زما په اند کيسه سرچپه ده. نړيوالې ټولنې تر اوسه پورې بشپړ تعامل کړی دی او تر حد زياته ښکېله پاتې شوې او بالمقابل طالبانو هيڅ ډول انعطاف نه دی ښودلی او د هرې ورځې په تېرېدو يې خپلې پاليسۍ او تګلارې نورې هم سختې کړې دي.

نړيواله ټولنه همدا اوس په افغانستان کې د يوناما له لارې حضور لري. له طالبانو سره ويني، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ورسره خپل دريځ شريکوي، د طالبانو خبره اوري او د هغوی نظر د نړيوالې ټولنې تر غړو رسوي. همدا راز، د نړيوالې ټولنې نغدي ډالري مرستې د همدې روان تعامل يوه بله ډېره مهمه کړۍ ده چې د افغانۍ د ارزښت په ثابت ساتنه کې يې ډېره زياته مرسته کړې او په يو ډول يې د افغانستان اقتصاد لوېدو ته نه دی پرېيښی. يوازې همدا تعامل بسنه کوي چې طالبان يې له کبله په خپلو دريځونو کې زيات بدلون راولي. له دې سره-سره، نړيوالې ټولنې د افغانستان په کچه ټول روغتيايي سيسټم روان ساتلی دی، نه يوازې دا چې د ډېرو زياتو روغتيايي کارکوونکو معاش ورکوي، بلکې د درملو او طبي وسايلو په برخه کې دوامداره مرسته کوي.

له دې يو څو بېلګو پرته موږ وينو چې په افغانستان کې ډېر زيات شمېر خلک اوس مهال له موسېساتو سره په کار مصروف دي، دا موسېسات چې د نړيوالې ټولنې په مالي همکاريو چلېږي، نه يوازې دا چې په افغانستان کې دننه يې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، طالبانو ته ماليې ورکوي، بلکې له دې سره-سره له ولسي خلکو سره په خوراکي او نورو برخو کې مرستې کوي چې دا د نړيوالې ټولنې د تعامل يوه بله بېلګه ده.

د دې په مقابل کې د طالبانو ځواب دادی چې نه يوازې يې ښځې او نجونې په هره کچه له زده کړو را ګرځولي، بلکې له کوم توپير پرته يې ښځې له کار کولو هم منع کړې دي او په وروستي اقدام کې يې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه چې په نړيواله کچه بيخي بې مخينې اقدام دی. له دې هاخوا طالب جنګياليو په دوامداره توګه د عامو افغانانو بشري حقونه نقض کړي، د بيان ازادي يې زندۍ کړې او د خپلو سختدريځو پاليسيو له وجې يې ميليونونه افغانان له بدترين فقر او بې مخينې بشري کړکېچ سره مخ کړي دي. په دې لړ کې د طالبانو حد اقل يو مثبت اقدام کولای شي چې نړيوالې ټولنې او عامو افغانانو ته هېلې ورکړي او د زياتې ښکېلتيا زمينه برابره کړي، مګر طالبانو د دې بر خلاف هره ورځ منفي فرمانونه ورکړي او د بشري حقونو د بدترينې تروړنې بېلګې يې وړاندې کړې دي.

د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو پرلپسې اقدامات د دې ښودنه کوي چې دا ډله د نړيوالو له مثبت تعامل څخه سوء استفاده کوي، دوی انګېري چې هيڅوک د دوی د مخنيوي وس نه لري او دوی هر هغه څه کولای شي چې ويې غواړي بلکې دوی دا هم په ډاګه څرګندوي چې هر څه له موږ سره نړيواله ټولنه کوي، دا د هغوی مجبوریت او مسووليت دی چې بايد ويې کړي او په دې لړ کې چې طالبانو ته کوم مسووليت راجع کېږي، له يوې مخې پرې سترګې پټوي.

د قطر په حماد بن خليفه پوهنتون کې د شخړې او بشري څېړنو پروفيسور سلطان برکت هم د الجزيرې پر ويبپاڼه په خپله وروستۍ مقاله کې کښلي دي چې له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د ښکېلتيا همدا وخت دی او بايد ضايع نشي. زه نه پوهېږم چې د ده په څېر د څېړنو او تحقيق خلک ولې د طالبانو دوه کلن بشر ضد چلند هېروي او يوازې يو څو ناسمې بېلګې وړاندې کوي او نړيواله ټولنه هڅوي چې همدې ته په کتلو له طالبانو سره زيات تعامل وکړي. په دې اړه لومړۍ پوښتنه داده چې له طالبانو سره د زيات تعامل مطلب څه دی؟ ايا طالبان په رسميت وپېژندل شي؟ او که د بشري کړکېچ د حل په موخه د اقداماتو کول دوی له طالبانو سره تعامل ګڼي؟

جالبه داده چې سلطان برکت له طالبانو سره د تعامل او ښکېلتيا لپاره وضعيت ځکه مناسب ښودلی چې د ده په اند طالبانو ملا محمد حسن اخوند د لومړي وزارت له څوکۍ لېرې کړی دی او ملا عبدالکبير يې ټاکلی دی. د ده په اند دا نړيوالې ټولنې ته د طالبانو يو سيګنل دی چې موږ نورو خبرو ته تيار يو. که د سلطان برکت خبره ومنل شي چې طالبانو دا اقدام د حسن نيت په خاطر کړی دی، نو تر عبدالکبير خو ښه انتخاب بيا ملا برادر و، ولې هغه نه دی ټاکل شوی؟ بله خبره داده چې ملا عبدالکبير دايمي ځایناستی نه دی، بلکې د عمومي وضعيت له مخې يوازې په اضطراري توګه ټاکل شوی دی او طالبانو به ښايي نه غوښتل چې په اضطراري توګه د يو چا په ټاکنه دا مسئله جنجالي کړي، ځکه که ملا محمد حسن اخوند جوړ شي، بیرته خپلې دندې ته راګرزي. د ملا برادر او يا سراج الدين حقاني ټاکنې، مسئله پېچلې کولای شوای، که څه هم موقتي وای، نو د نزاع د مخنيوي په موخه يې يوه بې جنجاله موقتي ټاکنه کړې ده. زما په اند په دې کې نړيوالې ټولنې ته د زينګنال ورکولو او يا حسن نيت هيڅ نشته.

ښاغلي سلطان برکت يوه بله ناسمه ادعا دا کړې چې طالبانو په هرات کې يو شمير نجونو ته اجازه ورکړې چې منځنيو ښوونځيو ته ولاړې شي. زه شخصا په دې نه يم خبر او نه مې هم داسې کوم خبر لوستی او یا اوریدلی دی. ده ويلي چې طالبانو دا اقدام هم د حسن نيت په خاطر کړی دی، خو زه په دې اړه حد اقل دومره زياتونه کولای شم چې طالبانو همدا څو ورځې وړاندې په کابل کې د نجونو پر وړاندې د انګلش ژبې زدکړييز مرکزونه هم وتړل، د ښاغلي برکت په اند به دا اقدام د کوم نيت له مخې شوی وي؟

که وګورو طالب پلوي په ټوله کې طالب ته د مشروعيت ورکولو لپاره له همداسې ناقص استدلال څخه استفاده کوي. دوی په داسې حال کې د طالب خوله پرېمنځي چې د طالب داړې د دې هيواد د وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو په بدترين نقض ککړې دي، دوی نه يوازې دا چې په تېرو دوو کلونو کې د خلکو د بشري وضعيت د ښه والي په موخه کوم مثبت اقدام نه دی کړی، بلکې هره ورځ يې بشري حقونه تر خپلې وسې تروړلي دي. دا خلک د کوم واقعي بدلون او منطق له مخې نړيوالې ټولنې ته وايي چې طالبان د زياتې ښکېلتيا او يا هم د دوی د لابي له مخې د مشروعيت حقدار دي؟

طالبان دې تر مشروعيت غوښتنې وړاندې بشري اصول او حقوق په رسميت وپېژني، کله چې دوی د وګړو پر بشري حق اعتراف نه کوي، له بشري نړۍ د څه ډول تعامل تمه کولای شي؟ پلويان دې يې تر لابي وړاندې، خپل بشري وجدان ته يو ځل سر ټيټ کړي.