پټې وژنې؛ ننګرهار کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه په قتل رسیدلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ښېوې او روداتو ولسوالیو کې دوه تنه په قتل رسیدلي دي.

د ښېوې/ کوز کونړ یو اوسیدونکی محمد یوسف وایي، چې پېښه تیره شپه (جمعه، ۱۲ د غبرګولي) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د همدې ولسوالۍ اړوند «شګې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره ناپيژانده وسله والو کسانو یو ځایي استوګن محمد عارف چې د ښېوې په بازار کې یې نانوایي درلوده کور ته پر لاره په ډزو وژلی دی.

هغه وایي، وژل شوي کس نه له چا سره دښمني درلوده او نه یې په پخوا کومه دنده ترسره کړې وه.

ورته مهال د ننګرهار د هسکې مېنې او روداتو ولسوالیو ترمنځ د «تور راغه» په سیمه کې ځایي خلکو د یو وژل شوی کس جسد موندلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د وژل شوي کس پښې او لاسونه تړل شوي او بیا په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې د یاد کس د هویت په اړه معلومات په ډاګه نه کړل.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د یادو پېښو مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې هدفي وژنې او وسله والې غلاوې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.