ختیځ میشتي وایي، د طالبانو پخواني خښ کړي ماینونه یې لا هم ژوند ګواښي

که څه هم د تېر جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو سره یو څه په هېواد کې د جګړې تود ډګرونه ساړه شوي، خو له جګړې پاتې ناچاوده توکي او ماینونه د هیواد له نورو سیمو سربیره په ختیځو ولایتونو کې لا هم د عامو خلکو ژوند ګواښي.

د ننګرهار حصارک ، خوږیاڼي، شیرزاد، سپین غر، اچین، نازیان، دور بابا، کوټ، بټي کوټ او یو شمیر نورې د هغو ولسوالیو له جملې څخه دي؛ چې د تېرو شلو کلونو پر مهال پکې سخته جګړه روانه وه، اوس یې اوسېدونکي شکایت کوي چې له جګړو پاتې ناچاودو ماینونو یې ژوند سخت کړی دی.

د حصارک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي محمد ادریس وویل، نږدې درې اوونۍ وړاندې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه خویندې پر یوه ښخ شوي ماین وربرابر شوې، چې دواړه خویندې ووژل شوې.

د نوموړي په خبره چې یاد ماین د تېرو جګړو پرمهال طالب جنګیالیو ځای پر ځای کړی و، چې له امله یې دواړو خویندو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ادریس زیاته کړه: «د ننګرهار په ټولو هغه سیمو کې چې پخوا طالبانو جګړې کولې هلته اوس هم ماینونه موجود دي او د خلکو ژوند ګواښي، دا درې اوونۍ وړاندې هم یوه ماین هغه وخت چاودنه وکړه چې دوه خویندو غوښتل هدیرې ته د پلار قبر ته لاړې شي خو په لاره کې پرې پخواني ماین چې طالبانو ښخ کړی و؛ چاودنه وکړه او دواړه خویندې ووژل شوې دا ډول پېښې ډیرې رامنځته کیږي چې قربانیان یې عام خلک وي او له همدې امله له زیاتو ستونزو سره مخ یو.»

د تېرو جګړو څخه پاتي شوي ناچاوده توکي او ماینونه وخت ناوخت د ملکي وګړو ژوند اخلي. انځور: خواله رسنۍ

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي هدایت الله نور هم شکایت کوي چې لا هم خپلو کرنیزو ځمکو او په تیرو جګړو کې ورانو شویو کورونو ته په ډاډه زړه نشي ورتللی.

هغه وایي، چې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال خښ کړي ماینونه لا هم د دوی ژوند ګواښي.

د نوموړي په خبره سپین غر ولسوالۍ اسد خیلو سیمه د طالبانو او داعش وسله والو د جګړو له اصلي مرکزونو څخه وه، چې دوی پکې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره زیات ماینونونه خښول.

هدایت الله زیاتوي: «په سپین غر ولسوالۍ اسدخیلو او نورو سیمو کې چې پخوا دلته داعش او د طالبانو اصلي مرکزونه وو، نو دلته به دوی د ملي اردو د موټرو د له منځه وړلو لپاره ماینونه خښول او دوی به یې پرې له منځه وړل؛ خو اوس هم دا ماینونه شته او د خلکو ژوند ګواښي کرنیزو ځمکو کې په ډاډه زړه کار نشو کولای کوم کورونه چې جګړو کې وران شوي هغې ته هم نشو تلای ځکه د ماینونه ویره ډیره ده او زیاتره خلکو ماینونه پیدا کړي او ځینې یې د بې پروایې له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی اوس له طالبانو او نورو موسېساتو غواړو چې دا سیمې له ماینونو پاکې کړي.»

بلخوا د کونړ او نورستان ولایتونو اوسیدونکي هم وایي، چې د طالبانو د ماینونو پاتې شوني لا هم د دوی ژوند ګواښي او وخت په وخت چاودنې ور باندې کوي.

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي فرید احمد په وینا، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته بیا- بیا د دغې ډلې ماینونو د دوی ماشومان، لویان او څاروي په نښه کړي او تلفات یې ور اړولي دي.

دی وايي، ددې ترڅنګ د ماینونو له امله د دوی ورځنۍ چارې هم نیمګړي دي.

نوموړی له طالبانو غواړي، چې خپل خښ کړي ماینونه د دوی له سیمو پاک او پریږدي چې نور د ارامۍ ساه واخلي ځکه د دوی سیمه هم د ماینونو د چاودیدو له ګواښ سره مخامخ ده.

فرید احمد زیاتوي: «د کونړ زیاتې سیمې غرنۍ دي نو د طالبانو له لوري پکې پخواني ښخ کړي ماینونه اوس هم شته او د خلکو ژوند یې له کړاو سره مخ کړی دی، ډیر کله د ناچاوده توکو له امله زمونږ څارویو ته زیان اوړي؛ ځکه دلته خلک مالداري کوي او کله چې څاروي غرونو ته د څرولو لپاره بیایي نو هلته پر ښخ شویو ماینونو ور برابریږي او له همدې امله خلک او څاروي له منځه ځي له طالبانو غواړو چې په کونړ او نورو سیمو کې دې ناچاوده توکي له منځه یوسي.»

خلک وایي، د طالبانو له لوري په لېرې پرتو سیمو کې د سړک پر غاړو او کروندو کې خښ کړی شوي ماینونه لاهم پاتې دي او د دوی ژوند ګواښي. انځور: خواله رسنۍ

د نورستان اوسیدونکي هم د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ماینونو او ناچاوده توکو شتون یوه لویه ننګونه ګني، چې په خبره یې تېرو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې او یا نورو لېرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه دي.

د نورستان د مرکز پارون اوسیدونکی شاه حسین وایي، چې تېره اونۍ د دغه ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند «سام ګل دره» کې د یوې زړې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ژور ټپي شوی و.

د هغه په وینا، دا چاودنه هغه وخت وشوه چې ماشومانو پر دې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.

د نوموړي په خبره د نورستان په زیاتو کلیو او بانډو کې دا ډول پېښې د ناچاودنه مرمیو د چاودنې له امله رامنځته کیږي، چې زیاتره وخت یې قربانیان ماشومان او میرمنې وي.

شاه حسین زیاتوي: « د نورستان په زیاتره سیمو کې پخواني ماینونه او نور ناچاوده توکي اوس هم شته او غوښتنه کوو چې له خطره ډکې سیمې باید له ماینونو پاکې شي څو خلک په ارامه خپل ژوند وکړي.»

خو دا چې په ختیځو ولایتونو کې طالب چارواکو د پخوانیو ښخ کړی شویو ماینونو او ناچاوده توکو د له منځه وړلو په برخه کې څه کړي؟

څو ورځې مو په پرله پسې ډول هڅه وکړه چې د طالب چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو خو دوی زمونږ تیلیفوني اړیکه ځواب نه کړه.

د طالبانو په لاس جوړ شوي بشکه یي ماینونه. انځور: خواله رسنۍ

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له ۷۰۰ زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره زیاته کړې، چې دا په ورځ کې په متوسط ډول دوه ماشومان دي چې په افغانستان کې د چاودنو قرباني کېږي.

طالب واکمنان د یادو پېښو لامل پخواني ماینونه او ناچاوده توکي بولي، خو د نظر خاوندان یې د شل کلنې جګړې پر مهال له ماینونو د دغې ډلې پراخې استفادې ته په اشارې سره دوی د دغو تلفاتو او ځاني زیانونو رامنځته کوونکي ګڼي.

د دوی په خبره چې له جګړې پاتې ماینونو خطر تر بل هر وخت خلک، په تېره بیا ماشومان له ګواښ سره مخ کړي او د ماین ‌پاکۍ پروګرامونو ترڅنګ اوس هم اړینه ده چې خلکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.