ننګرهار کې یوه زوم د تبر په ګوزار خپل خسر وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې یو کس خپل خسر وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی حضرت نبی وایي، چې داپېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۳ د غبرګولي) د کامې ولسوالۍاړوند د پیرزو قریې په «زرشوی» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، چې وژل شوی کس د ننګرهار اصلي اوسیدونکی دی چې د خپل زوم کور ته ورغلی او هلته یې لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ګوزارونه کړي، چې زوم یې د تبر په ګوزار خپل خسر پر سر سخت ټپي کړی او بیا یې په روغتون ساه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

په ورته مهال په کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وایي، چې زوم د خپل خسر له وژل کیدو وروسته نیول شوی او اوس مهال په ولسوالۍ کې تر څیړنو لاندې دی.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول وژنې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.

له دې دوه اوونۍ وړاندې په کامې ولسوالۍ کې یوه پلار په خپلو دوه زامنو ډزې کړې وې، چې پرمهال یې یو وژلی او بل ټپي کړی و.