انځور: خواله رسنۍ

رواداري: د طالبانو په قضايي برخه کې هيڅ شيعه قاضي نشته

اطلاعات روز: د «رواداري» په نوم د بشري حقونو يوه څارونکي بنسټ راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې طالبانو ټول شيعه قاضيان ګوښه کړي او اوس مهال د دې ډلې په قضايي څانګه کې هيڅ شيعه وګړی د قاضي په توګه دنده نه لري.

دا راپور د طالبانو په عدلي او قضايي نظام کې عدالت ته د لاسرسي په اړه دی او نن (دوشنبه، ۱۵ د غبرګولي) خپور شوی دی.

د دې راپور په يوه برخه کې د طالبانو محکمو ته د افغانستان د شيعه‌ګانو د لاسرسي موضوع را اخيستل شوې او ويل شوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ټول شيعه قاضيان له دندو ګوښه شوي او اوس مهال د دې ډلې په محکمو کې هيڅ شيعه وګړی د قضا دنده نه لري.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د اهل تشيع د «شخصي احوالو» قانون هم لغو کړی او اوس مهال د شيعه‌ګانو مدني دعوې او شخصي احوال له حنفي فقهې سره سم فيصله کوي.

«رواداري» په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو محکمې په هغو قضيو کې چې يو اړخ پکې د شيعه مذهب وګړی وي، تبعيضي چلند کوي.

دې بنسټ ليکلي، چې د طالبانو محکمې د هرات ښار په «دولت‌خانه» سيمه کې د شيعه‌ګانو او سنيانو تر منځ د مسجد د ملکيت پر سر دعوه د حنفي مذهب د لارويانو په ګټه فيصله کړې، په داسې حال کې چې شيعه‌ګانو له پخوا راهيسې له دې مسجده استفاده کوله.

«رواداری» زياته کړې، چې شيعه‌ګان د طالبانو پر محکمو کم باور کوي او په ځانګړې توګه په حقوقي قضاياوو او شخصي احوالو کې غير قضايي ميکانيزمونو لکه قومي جرګو او د مسجد ملا امامانو ته رجوع کوي.

دې بنسټ په خپل راپور کې ويلي، چې په ټوله کې د طالبانو په قضايي څانګه کې عدالت ته لاسرسی ستونزمنه چاره ده.

د «رواداری» په راپور کې راغلي: «په هغه عدلي او قضايي نظام کې چې د دندو د تنظيم او صلاحيتونو او اختياراتو د معلومولو لپاره هيڅ قانون او مقررات نه وي، عدالت ته لاسرسی يوه ستونزمنه چاره او ان ناشوني ده.»

د دې بنسټ په وينا، د طالبانو په محکمو کې په نهادي او فردي توګه د خپلواکۍ نشتون، جزايي او حقوقي قضيو ته په رسيدګۍ کې د غير مسوولو بنسټونو لاسوهنه، له زندانيانو سره ناسم چلند او د هغوی شکنجه کول، خپلسرې او غير قانوني نيونې او د عادلانه محکمې اصولو ته نه ژمنتيا هغه مهم عوامل دي چې د طالبانو پر عدلي او قضايي بنسټونو يې خلکو باور کم کړی دی.

له ښځو سره تبعيضي چلند

د «رواداری» موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې ښځې د تاوتريخوالي او عدالت ته په نه لاسرسي کې د خنډونو قربانيانې دي.

د دې بنسټ په وينا، په ټول هيواد په ځانګړې توګه په پکتيکا، پکتيا، کونړ، ننګرهار، زابل او هلمند کې ښځې د طالبانو محکمو ته د ورتګ جرأت نه لري.

«رواداری» ويلي، چې لاس ته راغلي شواهد او ثبوتونه ښيي چې طالبان د ښځو په جزايي او حقوقي دعوو کې سختدريځی چلند کوي او عموما قضايي پرېکړې د ښځو په تاوان کوي.

شکنجه او په جبري توګه اعتراف اخيستل

«رواداری» زياته کړې چې د معلوماتو او شواهدو له مخې، د طالبانو په عدلي او قضايي نظام کې شکنجه او د اجباري اعترافونو اخيستل د تور د ثابتولو يوه عامه تګلاره ده.

د دې بنسټ په وينا، طالبان د اسنادو له راټولولو او د تور د ثابتولو له دلايلو سره بلد نه دي او په خپلو قضايي پرېکړو کې يوازې اعتراف، شهادت او قسم ته ارزښت ورکوي.

«رواداری» زياته کړې، چې وهل ټکول، په سخته ګرمۍ کې اچول، په رسۍ سره خپه کول، تر حد زياتې اوبه ورکول، د قربانيانو په تناسلي الو د درنو شيانو را ځړول، برقي شوک، د وېښتانو کښل او د حيواناتو په غوجل کې ساتنه د طالبانو په زندانونو په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو په نظارت خونو کې د شکنجې عام ډولونه دي.

شخصي زندانونه او د طالبانو تر واک لاندې د ازادۍ د سلب ځايونو ته نه لاسرسی ځينې نور مهم موارد دي چې د دې بنسټ په راپور کې یې یادونه شوې ده.

د «رواداري» په وينا، د بشري حقونو هيڅ بنسټ په منظمه توګه د طالبانو زندانونو ته لاسرسی نه لري او د زندانيانو د وضعيت په اړه هيڅ روښانه انځور نشته.

د عدلي او قضايي بنسټونو د مسلکي کارکوونکو ګوښه کول

«رواداري» په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، عدلي او قضايي بنسټونه له مسلکي او زده کړې لرونکو کارګرو تصفيه شوي دي.

دې بنسټ زياته کړې، چې له معلوماتو سره سم، د لويي څارنوالۍ له بېلابېلو برخو يو زر او ۱۶ ښځينه او نارينه مسلکي او اداري کارکوونکي او د ښځو په شمول دوه زره قاضيان په ټول هيواد کې له دندو شړل شوي دي.

د دې سازمان په وينا، د طالبانو د محکمو مطلق اکثريت قاضيان او مفتيان د ديني مدرسو په ځانګړې توګه پاکستانيو مدرسو فارغين دي.

«رواداري» ويلي، چې له لاس ته راغلو معلوماتو سره سم، د طالبانو قاضيانو له موډرنې حقوقي پوهې بې برخې دي.