د ننګرهار اوسیدونکي د ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړیدل غواړي

د ننګرهار اوسیدونکي تتسو ناکامورا د افغانستان د آبادۍ او پر ځان بسیاينې رښتني خدمتګار یادوي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د نوموړي پاتې نیمګړې پروژې دې بشپړې کړي.

د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی محمد طاهر وایي، ناکامورا د هیواد د ابادۍ فکر درلوده او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

هغه له طالبانو غواړي چې نه یوازې دې د نوموړي پاتې نیمګړې پروژې بشپړې کړي بلکې د همدې جاپاني الاصله افغان لاره دې تعقیب کړي.

محمد طاهر زیاته کړه: «ناکامورا د هیواد یو رښتینی خدمتګار و او د هغه دا خدمت به د تل لپاره د افغانانو په زړونو کې وي، ناکامورا غوښتل افغانان د تل لپاره د نورو له احتیاج خلاص او پر ځان یې بسیا کړي؛ خو بس ژوند ورسره یاري ونه کړه او د هیواد دښمنانو وواژه اوس له طالبانو غواړو چې د ناکامورا پاتې پروژې بشپړې کړي او دهغه لاره دې تعقیب کړي ځکه هغه د ابادۍ لپاره ښه پلانونه درلودل او غوښتل یې چې په افغانستان کې دا ستونزې د تل لپاره پای ومومي.»

د ښېوې ولسوالۍ ګمبیري دښته هغه چې کلونه پخوا شاړه دښته وه

د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد هم ناکامورا د هیواد د آبادۍ رښتني خدمتګار یادوي.

د نوموړي په خبره د هیواد دښمنانو ناکامورا چې افغانانو له مينې کاکا مراد باله ونه شو زغملی، چې دهیواد شاړې دښتې ابادې کړي او دنورو له احتیاج  افغان ولس خلاص کړي، نو ځکه یې هغه په بې رحمانه ډول وواژه.

هغه د ناکامورا د قاتلینو د نیول کیدو سربیره له طالب چارواکو غواړي چې د داسې شخصیتونو ساتنه دې وکړي چې د هیواد آبادۍ لپاره کار کوي.

خان محمد زیاته کړه: «زه د ناکامورا په مرګ زیات خفه شوی یم، ځکه هغه د دې هیواد د ابادۍ لپاره بنیادي کار کول غوښتل خو دښمنان د هغه په وژلو بریالي شول، خو اوس چې طالبان د دې هیواد ځان اصلي واکداران بولي نو غوښتنه ترې کوو؛ چې د ناکامورا پاتې پروژې پوره کړي او هم دې د داسې کسانو ساتنه وکړي چې هیواد لپاره کار کوي ځکه هغه څوک چې هیواد ابادوي ساتنه یې لومړی د حکومت بیا د ولس دنده ده له طالبانو غواړو چې د ناکامورا قاتلین پیدا او د مرګ په سزا دې ورسوي.»

د ګمبیري شاړه دښته اوس په شنه او کرنیزه ځمکه بدله شوې

د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ اړوند د ګمبیري سیمې ۵۵ کلن اوسیدونکی شاه محمود وایي، ناکامورا د هیواد او په خاص ډول د ښېوې او کامې ولسوالۍ اوسیدونکو ته نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي.

د نوموړي په خبره د ناکامورا له لوري د ګمبیري دښتې خړوبول، په خیوه، دره نور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د اوبه خور په برخه کې کارکول چې زرګونه جریبه شاړه ځمکه یې د کرنې وړ کړه، د کلینیکونو، باغونو او پارکونو جوړول یې له مهمو کارونو څخه دي.

د هغه په خبره د ناکامورا په اړه یې ډیر معلومات درلودل ځکه هغه د ولس په منځ کې پاتې شوی او د خلکو په زړه کې یې خاص ځای درلوده.

شاه محمود زیاتوي: « زما چې شاوخوا ۵۵ کاله عمر دی دومره خدمت چا نه دی کړی د دې هیواد لپاره لکه ناکامورا چې وکړ، د ښیوې ګمبیری دښته چې پخوا به پکې مرغۍ له تندې مړه کیده خلکو پکې د اوبو نشتون له امله ژوند نشو کولای اوس د ناکامورا له برکته پکې زر ګونه جریبه کرنیزه ځمکه جوړه شوې، د ګمبیري دښته اباده شوې پارکونه، کورونه، مسجدونه او نورې د ابادۍ ګڼ کارونه شوي چې دا ټول د ناکامورا برکت و؛ د هغه په شان به کم خلک پیدا شي چې بیا د هیواد د ابادۍ لپاره په حقیقي ډول کار وکړي د ناکامورا له برکته اوس د ګمبیري دښته په تفریح ځای بدله شوې او هره ورځ او په خاص ډول د رخصتیو په ورځو کې ګڼ شمیر سیلانیان تفریح ته راځي.»

کوز کونړ ولسوالۍ کې د ناکامورا پارک چې په خپله یې جوړ کړی دی

ناکامورا د کوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري په وچه دښته کې د ۲۵ کیلو متره په اوږدوالي یو کانال جوړ کړی دی، چې دغه دښته یې په شنه ځنګل او په کرنیزو ځمکو بدله کړې ده.

هغه په ښیوې ولسوالۍ کې په خپل «تتسو ناکامورا» په نامه یو تفریحي پارک هم جوړ کړی چې په ځانګړو ورځو کې ورته د هیواد له بیلابیلو سیمو ګڼ شمیر خلک د تفریح په موخه ورځي.

په همدې حال کې د جاپان PMS موسېسې ولایتي مسوول انجینر دیدار وایي، چې اوس مهال په دغه ولایت کې نیمګړې پروژه نه لري.

د هغه په خبره تازه یې د ننګرهار کوز کونړ، کامې، روداتو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د جاپان د PMS  موسېسې له لوري د اوبو د ځینو کانالونو چارې پېل کړي، چې یو شمیر یې بشپړ شوي او ځینې د بشپړیدو په حال کې دي.

انجینر دیدار زیاته کړه: « تراوسه پورې د جاپان موسېسې یعنې PMS هیڅ پروژه نیمګړې نه ده پاتې او ټولې یې بشپړې شوي دي، تازه مو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د اوبو کانال د جاپان د سولې او روغتيايي خدمتونو يا PMS ادارې له لوري د درېيو کلونو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په کانال باندې د PMS ادارې يو نيم ميليون امريکایي ډالر لګښت راغلی چې سيمه کې به شاوخوا ۱۲۰۰ جريبه ځمکه خړوبه کړي او زر کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.»

د کامې ولسوالۍ د اوبو کانال هغه چې ناکامورا جوړ کړی دی

هڅه مو وکړه د ناکامورا د پروژو او د هغه د قاتلینو د نیول کیدو په اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

ناکامورا لومړی په افغانستان په ځانګړې توګه ختیځ کې روغتیایي هڅې پېل کړې او په ځینو سیمو کې يې روغتیايي کلینیکونه پرانستل، خو ژر دې ته ځیر شو چې د افغانانو اساسي ستونزې نورې هم دي.

هغه مټې یې رابډوهلې او د کرنې، اوبو لګولو په برخه کې يې هڅې پېل کړې او تر پايه پورې يې د خلکو د خدمت لپاره پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه.

ناکامورا چې بشپړ نوم یې تتسو ناکامورا و او په افغانستان کې له ډيرې مینې د کاکا مراد په نوم هم یادیده، له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې د هیواد په ختیځ کې په فعالیتونو بوخت و.

د ډاکتر ناکامورا د وژل کیدو څلور کاله پوره شول خو لا یې هم قاتلین نه دي نیول شوي.

هغه پوره څلور کاله وړاندې په ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په ۱۳مه نیټه په جلال اباد ښار کې په یو وسله وال برید کې ټپي او بیا یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پر نوموړي هغه مهال برید وشو، چې غوښتل يې په جلال اباد کې د یوې پروژې د کار ارزونه وکړي، په دې برید کې د نوموړي خدمتګار پنځه نور افغان همکاران هم ووژل شول.

که څه هم عامو افغانانو په ټولینزو رسنیو کې د هغه د څلورم تلین یاودنه کړې وه، خو د طالبانو له لوري په دولتي کچه یې تلین ونه نمانځل شو.