د پکتیکا اوسېدونکي: د کم کیفیته رغنیزو پروژو مخه دې ونیول شي

انځور: د پکتیکا ولایت مقام

پکتیکا د هیواد له سویل ختیځو ولایتونو ګڼل کیږي، پراخ مساحت ته په کتو پکې په تېر او د طالبانو اوسني نظام کې خورا کمې رغنیزې پروژې پلې شوې دي.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا چې ډیری پروژې په خورا ټیټ کیفیت ترسره شوي چې له امله یې ځینې په کمه موده کې بیرته له منځه تللې دي.

په همدې مهال بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین هم د ځینو پروژو ټیټ کیفیت مني، خو وايي د تخریب شویو پروژو کارونه یې په اړونده قراردادي شرکتونو بیا ځلې پېل کړي دي.

په مرکز ښرنې ښار کې داخلي سړکونه، له ښرنې ښاره د دغه ولایت ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه او ګڼې نورې پروژې د یادونې دي چې کارونه یې په ټیټ کیفیت ترسره شوي او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د مرکز ښرنې د اوسېدونکو په خبره چې څه موده وړاندې په ښار کې د داخلي سړکونو د پخېدو چارې پیل شوې، خو ترسره شوي کارونه یې د تمې خلاف له دې امله په لنډه موده کې تخریب او یا له منځه ولاړل چې له ټاکل شوي معیار سره برابر نه و ترسره شوي.

په دې اړه د ښرنې یو تن اوسېدونکي نور جمال اطلاعات روز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ښار اړونده سړکونو او پیاده رونو کارونه دې په ښه او معیاري شکل ترسره شي.

نوموړی زیاتوي چې په تېر نظام کې هم د دغه ښار د ښکلا لپاره څومره چې لازمه وه کار نه دی ترسره شوی او په وینا یې چې پلې شوې رغنیزې پروژې هم د فساد له امله په ټیټ کیفیت ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او اوس یې ډیری برخې تخریب او یا هم له کاره لوېدلې دي.

هغه وویل: «دلته په تېر نظام کې چې کوم کارونه ترسره شوي، هغه که د کوڅو سړکونه دي، د سړک غاړې دي او که ودانۍ دي، نو دا ټول داسې کارونه دي چې په معیار نه دي ترسره شوي او یا پکې فساد شوی او یا هم د انجینرۍ له معیار سره برابرې نه دي.»

ښرنې ښار کې د هغو سړکونو بیا رغونه چې کارونه یې په ټیټ کیفیت ترسره شوي و. انځور: د پکتیکا ولایت مقام

د دغه ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ښاروالۍ او نور مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د پراختیايي پروژو کارونه په کلکه وڅاري او قراردادي شرکتونو ته اجازه ور نه کړي چې یادې پروژې په ټيټ کیفیت پلې کړي.

د ښرنې ښار یو بل اوسېدونکي لعل بادر خان وویل، که له رغنیزو پروژو په ښه ډول څارونه ونه شي، نو د خراب کیفیت ترڅنګ به په دا ډول پروژو دوه برابره لګښت وشي.

خان همدا راز د طالبانو حکومت له مرکزي ادارې د مسوولینو څخه په رغنیزه برخه کې د نویو پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل: «زما غوښتنه له ښاروالۍ ریاست څخه دا ده چې د سړکونو، لارو او نورو هغو پروژو قرارداد داسې چاته ور نه کړي چې هغه په ترسره کېدونکي کار کې ناغیړي، فساد او یا یې د انجینري له معیار سره سم نه ترسره کوي، مونږ که د ښرنې ښار ته وګورو دا د یوې ولسوالۍ برابر دی مطلب مې دا دی چې هیڅ پام نه دی ورته شوی او په هر نظام کې له پامه غورځول شوی دی.»

د ښرنې او ارګون ولسوالۍ ترمنځ غځېدلی سړک چې ډیرې برخې یې اوس د خراب کیفیت له امله نړېدلې دي. انځور: خواله رسنۍ

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د ولايتي ادارې مسوولین هم په دې برخه کې د ځینو رغنیزو پروژو ټیټ کیفیت نه ردوي او وايي، هغه پروژې چې په معیاري ډول نه دي ترسره شوي اړونده قراردادي شرکتونه یې مجبوره کړي چې خپل کارونه بیرته له سره  وکړي.

د طالبانو د ښرنې ښاروال سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې څه موده وړاندې یې د اسیا ارګونوال په نوم د سړکونو جوړنې شرکت سره د ښرنې ښار داخلي سړکونو د پخېدو قرارداد کړی و، چې د کارونو له ترسره کېدو وروسته یې کیفیت خراب او په خبره یې چې اوس یې یاد شرکت د دغې پروژې د بیا پلې کېدو لپاره مجبوره کړی دی.

د ښرنې ښاروال محمد ناصر هلال زیاته کړه چې اوس مهال په ښرنې ښار کې د سړک رغونې ترڅنګ ځینې پروژې په اساسي او د دوی تر جدي څارنې لاندې پېل شوې دي.

هلال ویلي: «دلته یو قراردادي شرکت چې مونږ ورته په ۱۰ میلیونه افغانۍ قرارداد ورکړی و، د باران پر مهال یې پر سړک تارکول اچولي و، نو هغه بیا خراب شو او له معیار سره هم برابر نه و، دغه سړک تر ۷۰ مترو پورې و، چې مونږ یې اوس یو ځل بیا اړوند شرکت دې ته مجبور کړ چې خپل کارونه به بیرته له سره ترمیموي او مخکې به یې وړي.»

له دې وړاندې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست ویلي و، چې پلان لري تر څو د ارګون-برمل ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک هم د دوهم ځل لپاره ورغوي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د پکتیکا له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار ته د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل سره په ناسته کې ډاډ ورکړل شوی، چې د روان کال لپاره به په رغنیزه برخه کې د زرمت – مټاخان، ښرنې – ارګون او ښرنې – غزني ترمنځ د غځېدلو سړکونو بیا رغونه ترسره کیږي. 

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه