د غزني ولايتي چارواکي وايي، د ښار اړوند په شپږمه ناحيه کې د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شویو هاوان مرمیو له امله د ۲ ښځو او شپږ ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او د ۵ ماشومانو ۲ ښځو په ګډون ۷ نور سخت ټپيان شوي دي.
د والي وياند واحدالله جمعه زاده اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو طالبانو پرون (یکشنبه، ۱۸ لړم) ماښام مهال ښار ته ۳ د هاوان مرمۍ توغولي، چې يوه يې پر ګڼه استوګنيزه سيمه لګېدلې ده.
جمعه زاده وايي، چې ټپيان د غزني ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
که څه هم ولایتي چارواکي دغه مرمۍ د طالبانو له خوا یادوي، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.