کابل کې چاودنه

کابل ښار کې چاودنې دوه نظامیان ووژل

د کابل پولیس وایي، د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند خېرخانې سیمه کې د یو چسپکي ماین چاودنې له امله دوه نظامیان ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه چاودنه نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۶:۳۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده.

د فرامرز په وینا، دې پېښه کې یو رنجر موټر په نښه شوی دی.

کوم وګړي یا ډلې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.