د نورستان د کلیو او پراختیا رییس وسله والو طالبانو تښتولی

د نورستان ځایي چارواکي وایي، چې تیره ورځ د دې ولایت د کلیو او پراختیا رییس سید معصم سعید له نورستان کونړ ته پر لاره وسله والو طالبانو تښتولی دی.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي نن (پنجشنبه، ۲۹ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کلیو پراختیا رییس تیره ورځ له نورستانه کونړ ته په لاره و، چې د چپې درې ولسوالۍ په «ګلسلک» سیمه کې وسله والو طالبانو له موټر ښکته کړی او نامالوم ځای ته یې له څلورو نورو کسانو سره تښتولی دی.

فیضي وایي، په پېښه کې د وسله والو طالبانو له لوري د کلیو پراختیا رییس یو تن ساتونکی هم وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي اوس د کونړ له دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب یې د بیرته خوشې کیدو هڅې روانې دي.

فیضي زیاته کړه: «د کلیو پراختیا رئیس له نورستان کونړ ته په لاره وسله والو طالبانو له ځانه سره بیولی دی یو تن ساتونکی یې وژل شوی او د رئیس په ګډون څلور کسان وسله وال طالبانو تښتولي دي.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.