ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون

شکایتونو کمېسیون د ۱۳۹۷ پارلماني ټاکنو نوماندانو ته: د ټاکنیزو درغلیو جریمې مو پرې کړئ

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنیزو سرغړونو جریمې دې پرې کړي.

دغه کمېسیون نن (پنج شنبه، ۶ لیندۍ) یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه نوماندان چې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د ټاکنیزو سرغړونو له امله نقدي جریمه شوي و، په ځلونو اړیکو سره یې دغه جریمه نه ده ورکړې.

دغه کمېسیون یادو نوماندانو ته تر راتلونکي پنجشنبې (۱۳لیندۍ) پورې وخت ورکړی، څو دغه جریمه پرې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړی، چې تر ټاکلي وخته د یادې جریمې نه ورکړې له امله به د یادو نوماندانو نومونه رسنیو سره شریک او نورې قانوني لارې به پلي کړي.

د هېواد پارلماني ټاکنې د ۱۳۹۷ل کال تلې میاشتې کې ترسره شوې. په دې ټاکنو کې د شویو سرغړونو او په کې د شته وو جنجالونو له امله یې پایلې د شاوخوا اوو میاشتو ځنډ سره اعلان شوې.