د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزير مرتضی سولنګي پرون چهارشنبه (۲۲ د ليندۍ) په يوې خبري غونډه کې ويلي، چې د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو او يا له دې هيواده د تخليه کېدو لپاره د افغان کډوالو وخت له ۳۱ ډسمبر څخه تر د ۲۰۲۴ کال د فبروري تر ۲۹مې پورې غزول شوی دی.
دغه کمېسیون نن (پنج شنبه، ۶ لیندۍ) یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه نوماندان چې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د ټاکنیزو سرغړونو له امله نقدي جریمه شوي و، په ځلونو اړیکو سره یې دغه جریمه نه ده ورکړې.
عمرزی هم د لوبې د فيس ۱۵ سلنه جریمه شوی ځکه چې د لوبې پر مهال يې داسې حرکت کړی و او داسې څه يې ويلي و، چې د یوه سوځول شوي توپ وهونکي توند غبرګون يې راپارولی شو.