زابل ولایتي شورا مشر

د زابل ولایتي شورا رییس او ۱۷ نور په یو موټر بم برید کې ټپي شوي

اطلاعات روز: د زابل ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان پر موټر، موټر بم برید شوی چې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوی دی.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال نن (یکشنبه، ۹لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د یو ټونس ډوله موټر بم برید له امله وه او هغه مهال رامنځته شوه چې د ښاغلي حقبیان موټر له کوره دفتر خوا ته پر لار و.

د ښاغلي سیال په وینا، په دغې پېښه کې ۱۵ تنه نور هم چې له همدې ځایه د تېرېدو په حال کې ول ټپي شوي دي.

د زابل والي ویاند زیاته کړه، چې د ولایتي شورا د رییس عطا جان حقبیان روغتیایي حالت ښه دی.

تر اوسه کوم چا یا وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.