کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته ۲۱ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۵۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۱۹ پایلې یې مثبتې وې.    

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پروان، دایکندي، نیمروز، بادغیس، لوګر، میدان‌وردګ، لغمان، غور، فراه، خوست و فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۶ زره او ۷۱۷ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۹ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۹۰۷ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۲۱ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۸۰۰ تنو ته ورسېد.