لوګر کې ښوونځي

لوګر کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: لوګر کې ولایتي مسوولین وايي، د دې ولایت په بره کي برک او محمدآغه ولسوالیو کې د دوو ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د پوهنې ریاست سرپرست نثاراحمد سیدي وايي چې دا ودانۍ د دوی د غوښتنې له مخې د اقراء پروګرام لخوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوې دي. 

سیدي وايي په جوړ شویو ښوونځیو کې د بره کي برک د اخندخېلو او د محمدآغې د اخندزاده خېلو په نوم لومړني ښوونځي شامل دي، چې هر یو یې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشابونه او په يو وخت د ۲۱۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه د دې ودانیو په جوړېدو شاوخوا لس میلیونه لګښت راغلی او ور سره د ۱۹۸ انجونو په ګډون ۳۲۵ زده کوونکو ته د زده کړو مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.

د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي اطلاعات روز ته وویل:«مخکې چې دې مکاتبو ودانۍ نه درلودې، زده کوونکو ته په شخصي کورونو کې زده کړې ورکول کېدې، خو خوشبختانه اوس دا ستونزه حل شوه او شاګردان به د مکتب ښه تعلیمي چاپېریال ولري.»

د اقرا برنامې لخوا د ځینو نورو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي، چې د مسولینو په خبره د ځینو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.