ننګرهار کې ۲۴ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونو کې ۲۴ طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی نن (شنبه، ۱۵ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې کلي، اسمان کلي، ملا نور کلي او یو شمېر نورو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د محاربوي فعالیت په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور یې ټپیان دي.

د خوږیاڼي په وینا د یادو بریدونو پرمهال امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر سپکې او وسلې هم ترلاسه کړي دي. ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي: «د افغان خواکونو د بریدونو پر مهال د ننګرهار خوږیانو ولسوالۍ کې ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی، چې په ځینو سیمو کې یې طالبانو ډله فعالیت لري.