ملي امنیت

ننګرهار کې د داعش ډلې مشرتابه شورا مهم غړی نیول شوی

اطلاعات روز:  ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ مهم غړی او د چاودیدونکو توکو لیږدونکی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیر مازديګر ناوخته د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند قلعه خیالي سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش ډلې د رهبرۍ مهم غړی او د چاودېدونکو توکو لېږدونکی د یو بل شکمن کس سره یو ځای نیولي دي.

هغه زیاته کړه: « ملي امنیت تیر مازیګر جلال اباد ښار کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د رهبرۍ او د چاودیدونکو توکو لیږدونکی نیولی دی.»

تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.