کرونا واکسین افغانستان

د کرونا واکسین لومړی بار تر راتلونکو اوو میاشتو افغانستان ته راواردېږي

اطلاعات روز: عامې روغتیا وزارت کې مسوولین وایي، تر راتلونکو اوو یا اتو میاشتو به د کرونا واکسین لومړۍ محموله یا بار افغانستان ته راوړل شي.

د دې وزارت ویاند اکمل سمسور چې نن (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ) یې په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې افغانستان به تر ۲۰۲۲ز تر پایه له دوو سرچینو د هېواد ۴۰ سلنه وګړو ته د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

ښاغلي سمسور دغه راز وویل، د واکسین نړیوال ایتلاف د افغانستان ۲۰ سلنه نفوس ته د کرونا واکسین برابرولو لومړۍ سرچینه ده. د کرونا واکسین د ۲۰۲۲ کال تر پایه په شپږو پړاوونو کې د واکسین نړیوال ایتلاف له لوري افغانستان ته سپارل کیږي.

د سمسور په وینا، د کرونا واکسین لومړۍ جوپه چې تر راتلونکو شاوخوا اوو میاشتو افغانستان ته ورکول کیږي، د افغانستان یواځې درې سلنه وګړي تر پوښښ لاندې نیسي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وویل، چې نړیوال بانک افغانستان ته د کرونا واکسین ورکړې دویمه سرچینه ده. دغه بانک د ۲۰۲۲ ز تر وروستیو پورې د افغانستان ۲۰ سلنه وګړو ته د کرونا واکسین برابروي.

ښاغلي سمسور وویل چې د روغتیا وزارت په کچه یوه ملي کمېټه د ګواښ ډلې پېژندلو لپاره جوړه شوې او د کرونا واکسین به په لومړي ګام کې په دغه ګروپ کې پر ګډو کسانو پلی شي.

هغه د کرونا حالت په اړه هم مالومات ورکړل او ویې ویل چې د کرونا شکمنې پېښې په وروستیو اونیو کې زیاتې شوې دي. سمسور په ورته مهال وویل، چې له دغه ویروسه یواځې په وروستۍ اونۍ کې ۴۶ سلنه مړینه ډېره شوې ده.

اکمل سمسور له خلکو وغوښتل چې له ماسک ګټه واخلي. د هغه په وینا اوس مهال ۳۳ سلنه وګړي ماسک کاروي، خو که دغه ګټنه ۹۵ سلنې ته ورسیږي، د کرونا ویروس کنټرول شوني کیږي.