ملي امنیت

ننګرهار کې ملي امنیت د داعشیانو موټربم بریدونو اسانچاری نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د داعش ډلې د موټر بم بریدونو د اسانچاري د نیول کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۲۹ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د ملي امنیت اړوند (۰۲ قطعې) د خوګیاڼو ولسوالۍ «کمبو» سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د موټر بم حملو اسانتیا برابروونکی ژوندی نیولی دی.

د خوږیاڼي په خبره چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو یو میل کلاشنکوف د پنځه شاجورونو سره، یوه پرتله او یو د تفنګچې شاجور هم ترلاسه کړي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د موټر بم بریدونو زمینه ساز خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال نیولی دی.»

تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.