لغمان

لغمان کې ختیځ زون ته د طالبانو د چاودېدونکو توکو لېږد مشر وژل شوی

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ختیځ زون ته د طالبانو د چاودېدونکو توکو د لېږد مشر وژل شوی دی.

د لغمان والي رحمت الله یارمل نن (چهارشنبه، ۳ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ملي امنیت ځواکونو تیره شپه د عملیاتو پر مهال د ختیځ زون لپاره د طالبانو د چاودېدونکو توکو د انتقال مشر وژلی دی.

یارمل همداراز وايي، پولیسو د کابل- جلال آباد پر لویه لار د ګنداب سیمه کې ۶۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.

هغه زیاته کړه: «ملي امنیت د عملیاتو پرمهال له چاودیدونکو توکو ډک ډاډسن موټر نیولی چې د وسله والو طالبانو له لوري د چاودنې په موخه لیږدول کیده او همدارنګه یې د وسله والو طالبانو د انتقال مشر هم وژلی دی.»

وسله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.