ننګرهار

ننګرهار کې ماین چاودنې ۳ ملکیان ټپیان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې ماین چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (پنجشنبه، ۴ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند، «فارم هډې» سیمه کې د ملکي وګړو فرونر موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې او ۳ تنه یې ټپيان کړي دي.

ښاغلی امرخیل زیاتوي چې ټپيانو کې ۲ تنه ماشومان دي.

امرخیل زیاته کړه: «نن یوولس نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ فارم هډې سیمه کې ماین چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې چې دوه یې ماشومان دي.»

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.