پولیو

سږکال سوېل ختيځ زون کې د پوليو ۶ مثبت پېښې ثبت شوې دي

اطلاعات روز: په سوېل ختيځ کې روغتيايي چارواکي وايي چې له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا د دې زون په ولايتونو کې د پوليو يا ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست او د کتلوي معافيت د سيمه ييز دفتر مسولين وايي چې له دې ډلې يې پنځه پېښې په خوست او يوه په پکتيکا ولايت کې ده.

دوی وايي چې دا پېښې د کرونا له امله د لګېدلې قرنطين له مودې راهيسې، چې د پوليو واکسين د ګرځنده  ټيمونو فعاليت نه و، رامنځته شوې دي.

د کتلوي معافيت د سيمه ييز دفتر يو تن مسول ډاکټر حبيب د دومره زياتو پېښو په ثبتېدو اندېښمن دی او وايي له وزارت او اړوندو ولايتونو له مسولينو سره په اړيکه کې دي، تر څو د دې پېښو د زياتېدو مخنيوی وشي.

حبيب وويل چې ځينې خلک د بېلابېلو اوازو پر اساس خپلو ماشومانو ته د واکسين له ورکولو ډډه کوي، خو په خبره يې افغانستان ته د پوليو واکسين له اندونيزيا او هند څخه راځي او د صحت په اړه يې د طبي بنسټونو سربېره د ديوبند، بيت المقدس، افغانستان، پاکستان او ځينو نورو ديني بنسټونو هم د جواز او لزوم فتوا ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه: «پوليو په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې، يوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده. خلک بايد په بې ځايه اوازو، چې ماشومان سپين سترګي کوي، ژر يې بالغوي يا نورو ورته افواهاتو په باور کولو د خپلو ماشومانو ژوند تباه نکړي.»

د کتلوي معافيت څانګې مسولين وايي چې په ماشومانو کې تر پنځه کلنۍ په پوليو د اخته کېدو شونتيا ډېره زياته او تر ۱۵ کلنۍ يې ګواښ وي، خو په خبره يې که تر ۵ کلنۍ پورې ۷۰ سلنه هم واکسين شي، د بدن دفاعي سيسټم يې قوي او ياد ګواښ کنټرولېدی شي.

د دوی په خبره ګوزڼ په ازاده فضا کې د رفع حاجت له امله رامنځته کيږي او که يو ماشوم ګوزڼ يا فلج شي، نو شاوخوا ۲۰۰ نور ماشومان پرې اخته کولی شي.

حبيب وويل: «موږ ۹ دورې واکسين لرو، ځينې وخت کميږي، بيا يې په نورو دورو کې ځايوو.»

مدني فعالان او په دې ياده چاره کې د کورنۍ د مشرانو او والدينو مسوليت اساسي بولي او وايي چې دوی بايد په دې اړه جدي واوسي او خپل ماشومان له فلج کېدو وژغوري.

د دوی له ډلې احمدالله احمدي اطلاعات روز ته وويل چې مور او پلار د خپلو ماشومانو د روغتيا او صحت مسول دي او په دې اړه د کومې ستونزې، ابهام يا ورته کومې مسلې په اړه بايد د اړوندې برخې له پوه سره تر مشورې وروسته ځان ډاډه او خپل ماشومان سالم وساتي.

نوموړي زياته کړه: «مثلا ځينې وايي چې ماشومان سپين سترګي کوي، نو دا خو بيخي معلومه خبره ده چې د ماشوم تربيه د کورنۍ د تربيې پورې اړه لري، که کورنۍ ښه وه، ماشوم به هم وي؛ ځینې بيا وايي چې ژر يې ځوانوي يا به يې شنډ کړي، دا ټول افواهات دي، که داسې وای، خو اوس به ميليونونه خلکو دلته او نوره دنيا کې مشکل درلود. په دې اړه عامه پوهاوی بیخي کم شوی.»

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست وايي په دې ولايت کې هر کال په منځنۍ کچه د ۱۹۱۹۱۸ ماشومانو د واکسين کولو هدف لري، چې په کلني ډول د ۱.۴ سلنه په ډېرېدو زياتيږي.

د ياد رياست مشر ډاکټر ولايت خان احمدزي وويل چې د دې ولايت په زرمت، روحاني بابا او جانيخېلو ولسواليو کې لا هم شاوخوا ۴۰ زره ماشومان د پوليو واکسين له اخيستو پاتې کيږي.

احمدزي زياته کړه: «موږ ورته وويل چې پوليو واکسين کور په کور تطبيقيږي، خو طالبانو ويل چې بايد کلينيک په کلينيک وي، دا د ماشومانو د پاتې کېدو لوی لامل دی. اوسمهال پکتيا کې زموږ ټول ټيمونه په ټولو ساحو کې کار کوي او له دې پرته کومه لويه ستونزه نشته.»

پکتيا کې د ګوزڼ وروستۍ پېښه په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوې وه.

روغتياپال وايي چې تبه، زکام، ټوخلې، اسهال يا قبضيت او بې حسي د ګوزڼ نښې دي، چې که د واکسين په واسطحه يې مخنيوی ونشي، نو بيا علاج نلري.