کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۱۴۰ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۹ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۹۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۴۰ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، دایکنډي، غزني، میدان‌وردګ، هلمند، لغمان، کاپیسا، کونړ، فراه، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۱۴۷ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۷۹ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۱ زره او ۶۱۰ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۱۷۹ تنو ته ورسېد.