توري بند

زابل کې د توری بند جوړولو کارونه پیل شول

اطلاعات روز: د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، زابل ولایت کې یې د «توری» په نوم بند د جوړولو چارې پیل کړې.

دغې ادارې پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د دغه بند جوړولو چارې نن (یکشنبه، ۱۴ مرغومې) د زابل ولایت مرکز قلات اړوند «نوخېز» کلي کې پیل شوې.

د دغې ادارې په وینا، توری بند چې قلات ښار سره څلور کیلو مټرۍ کې موقعیت لري، په جوړېدو به یې د زابل ښار ځمکې لاندې اوبو سرچینې چې اوسمهال په کې د اوبو سطحه ښکته تللې پیاوړې شي.

توري بند نقشه

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره زیاتوي: «دغه بند به د موسمي سیلابونو مخه ونیسي؛ توری بند به ۸۷۰ هکټاره ځمکه خړوبوي؛ ۱,۸ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي او د زابل ولایت په اقتصاد او کرهڼه کې خورا ګټور ثابت شي.»

توري بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې، ډيزان شوی چې د افغانستان دولت په مالي لګښت چې تر ۹۲ میلیونو افغانیو څخه زیاتې کیږي چارې پيل او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده اداره دغه راز وایي، د زابل ولایت دغه بند کاسه په ۱۵۰ جریبه ساحه کې قرار لري؛ توری بند ۷۴ متره اوږدوالی؛ ۱۵ متره لوړوالی او ۵۴ متره پلن والی لري.