کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۳ تنه پرې اخته او ۸ نو مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۵۰۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۰۳ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، ننګرهار، تخار، پکتیا، بامیان، کندوز، بدخشان، بادغیس، میدان‌وردګ، هلمند، لغمان، کونړ، غور، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۹۰۹ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۰۵ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اته ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۳۰ تنو ته ورسېد.