اطلاعات روز: د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د داعشیانو او طالبانو په ګډون د ۲۵ وسله والو د تسلیمیدو خبر ورکوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید نن (یک شنبه، ۲۱ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت په هلو ځلو په دې ولایت کې د دعش او وسله والو طالبانو په ګډون ۲۵ وسله وال حکومت ته تسلیم شول.
والي وایي، چې یادو وسله والو له دې وړاندې د کونړ په مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو کې د حکومت پر ضد فعالیتونونه کول.
سعید زیاتوي: «نن تاسې ګورئ چې ۲۵ وسله وال چې په دې کې داعش او طالبان دواړه شامل دي حکومت ته تسلیم شول. دوی د کونړ په مختلفو سیمو کې فعالیتونه کول.»
تراوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.