صفر دوه

ننګرهار کې د داعش ډلې د هدفي وژنو شبکې غړی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت په دې ولایت کې د داعش ډلې د هدفي وژنو شبکې یو غړی نیولی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (سه شنبه، ۲۳ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د عبدالواحد په نوم د داعش ډلې هدفي وژنو شبکې غړی د ملي امنیت صفر دوه قطعې ځواکونو د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د وړمې شپې ځانګړو شپنیو عملیاتو کې نیولی دی.

د ښاغلي امرخېل په وینا، له ده سره درې نور شکمن کسان هم یوځای نیول شوي.

امرخیل وایې، چې عبدالواحد نومي کس پلان درلوده چې افغانستان کې د امریکا سفیر او لوړ پوړي افغان چارواکي په نښه کړې، چې هدف ته تر رسیدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

د والي په وینا چې د نوموړی د کورنۍ دوه نور غړي هم د داعش په رهبرۍ کې وو، چې په تیر کې د یوه هوایي برید په پایله کې وژل شوي وو.

له نیول شویو کسانو څخه یو بریټا تفنګچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره یز هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.