امرالله صالح

امرالله صالح: هغه ترهګر چې نیول کیږي باید اعدام شي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په هدفي وژنو کې لاس لرونکي ترهګر باید له نیول کېدو وروسته اعدام شي.

امرالله صالح د نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې په لویو ښارونو کې د ترور یا وژنو کچې لوړېدو تر ټولو محوري لامل دا دی چې د ده په وینا د نیول شویو طالبانو فکر دا دی چې بېرته ازادیږي.

هغه ویلي: «لویو ښارونو کې د ترور کچې لوړېدو تر ټولو محوري دلیل دا دی چې نیول شوي طالبان فکر کوي چې په هر صورت کې بښل کیږي او د خپلې کړنې جزا نه ویني.»

د ښاغلي صالح په وینا، د دې ستونزې یوه حللار د نیول شویو اعدامول دي. دی زیاتوي دوی باید اعدام شي څو نورو ته عبرت شي.

د ولسمشر دویم مرستیال په وینا، چې اتیا ورځې په جزیاتو د دا ډول موضوعاتو څارلو پر مهال د پولیسو او ملي امنیت له خوا نیول شویو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی خو د ټولو دا هیله ده چې یوه ورځ د واقعي مجازاتو پرته خوشې کیږي.

ښاغلی صالح زیاتوي، دا ستونزه باید حل شي او په وینا یې دا به یو اساسي ټکی وي چې د قانون حاکمیت عالي شورا غونډې ته به یې وړاندې کړي.