کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې اته تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۰۹۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۳۷ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، پروان، کندوز، نیمروز، میدان‌وردګ، بدخشان، بادغیس، کاپیسا، هلمند، لغمان، کونړ، غور، خوست، فاریاب، سمنګان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۲۷۸ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۴۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۵۵۴ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۸ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۵۴ تنو ته ورسېد.