کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې اووه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۶۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۰ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بغلان، میدان‌وردګ، غزني، بدخشان، لوګر، کاپیسا، لغمان، کونړ، پنجشیر او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۸۳ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۲۸ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۸۸۷ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۷۰ تنو ته ورسېد.