خوړو نندارتون

ننګرهار کې په لومړي ځل د (جلال اباد خواړه) په نوم مېله او نندارتون جوړ شو

اطلاعات روز: د (جلال اباد خواړه) د هغې مېلې او نندارتون نوم دی چې په لومړي ځل په کې د ننګرهار ولایت مشهور خواړه نندارې او خوراک ته ایښودل شوي دي.

د خوړو دغه مېله او د بېلابېلو کرنیزو توکو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جلال اباد ښاروالۍ او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی دی، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

دغې مېلې او نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ وزیر ډاکټرانورالحق احدي، ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل او یو شمېر نورو دولتي چارواکو او ولسي وګړیو ګډون کړی وو.

د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو وزیر انورالحق احدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا وړ مېلې او نندارتونونه خلکو ته د کورنیو محصولاتو په ورپېژندلو او بازار موندنې برخه کې ګټور بولي.

احدي زیاتوي:« د دې نندارتونونو وظیفه داده، چې محصولات خلکو ته ورپېژندل کېږي. تېرو کلونو کې ممکن زراعت کې داسې محصولات راوتلي وي، چې خلک ورسره اشنا نه وي. بین المللي نندارتونو کې اکثر د توکیو قراردادونه کېږي، زموږ د وچې مېوې قراردادونه هم نړیوالو نندارتونونو کې کېږي.»

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل وایي، په داسې حال کې چې د هیواد بېلابېلو ولایتونو څخه د هدفي ترورونو او مرګ ژوبلې خبرونه رارسیږي؛ د ننګرهار امنیتي وضعیت سم بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې په دې نندارتون او مېله کې پراخ ګډون وکړي.

امرخیل زیاته کړه: « کله چې دغسې امنیت ولرو، زه په افغانانو او ننګرهاریانو غږ کوم چې د ننګرهار مختلفو برخو څخه لیدنه وکړي، زموږ شلو ولسوالیو ته تګ، راتګ اسانه دی. هلته د ښار په تناسب امنیت پیاوړی دی. هلته مختلف خوراکونه، تاریخي ځایونه لرو، ځینې توکي تولیدېږي.»

په دې نندارتون کې د نورو تر څنګ کوچیانو هم خپل څاروي او تاریخي توکي نندارې ته ایښي. دوی د دې نندارتون د ګټورتیا تر څنګ تر ډېره د خپلو ستونزو یاده کوله.

اکاخان یو له دغو ګډونوالو دی. هغه زیاته کړه: « موږ خاص ورشوګانو او د اوبو ستونزه لرو. کومک دې وکړي، چې ورشوګانې او اوبه راورسوي. درملو راکولو پروسه دې دوامداره کي، هسې نه چې زموږ مالداري بېرته هاغه پخواني حالت ته لاړه شي.»

دغې مېله کې که څه هم د نندارچي مېرمنو ګډون کم‌رنګه ښکاري؛ خو یو شمېر کاسبه مېرمنو خپل د لاس جوړ توکي نندارې ته ایښي دي او دا وړ نندارتونونه د کورنیو تولیداتو او په لاس جوړو توکیو ته د بازار موندنې برخه کې ګټور بولي.

هدیه د دغه نندارتون یوې ګډونوالې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « نندارتون د دې له پاره ګټور دی، چې ټول خپل افغاني تولیدات ګوري او ټول خلک ورڅخه استفاده کوي. موږ غواړو، چې داسې نور نندارتونونه هم جوړ شي او موږ پکې اشتراک وکړو، تر څو خپل افغاني تولیدات ټولو ته په نمایش کېږدو.»

که له یوه پلوه نندارتونونه او دا وړ فرهنګي مېلې له اقتصادي اړخه ګټورې دي، له بلې خوا د فرهنګونو په پېژندګلوۍ کې هم مرسته کولای شي.

دغې مېلې او نندارتون کې د بلخ ولایت د ښځو چارو رییسې شهلا حدید هم ګډون کړی او وايي، نندارتونونه د ولایتونو د خلکو د یوځای‌والي او وصل له پاره مهم فرصتونه دي.

ننګرهار کې تر دې وړاندې هم د کرنیزو توکیو او لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شوي؛ خو د جلال اباد خواړه په نوم دا مېله یې لومړنۍ ده.