ملي امنیت

ننګرهار کې د داعشیانو مطبوعاتي غړی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د داعش ډلې مطبوعاتي غړی نیول شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د سره رود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې مطبوعاتي غړی نیول شوی دی.

ښاغلی خوږیاڼی وایې، نیول شوي کس د داعش لپاره د ټولنیزو شبکو له لارې فعالیتونه کول.

خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت تیره شپه په سره رود ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دلې مطبوعاتي غړی نیولی.»

تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.