نشه یي توکي

ننګرهار کې تېر یو کال ۱۰ زره ټنه نشه یي توکي نیول شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مسوولین وایي، پولیسو په دې ولایت کې د تېر یوه کال موده کې ۱۰ زره ټنه نشه یي توکي نیولي دي.

خو په دې ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ګړندیتوب سره سره هم په دې ولایت کې په پراخه پيمانه نشه یي توکي پلورل کېږي.

ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد احسان احسان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، پولیسو په تیر یوه کال کې ۴۱۱ تنه د نشه یي توکو کاروباریان نیولي دي.

د ښاغلي احسان په خبره په نیول شویو کسانو کې له دیرشو ډیر هغه پولیس شامل دي چې د نشه یي توکو قاچاق ته یې زمینه برابروله.

نوموړی زیاتوي چې دغه راز پولیسو په یاده موده کې ۱۰ زره ټنه نشه یي توکي هم نیولي دي.

احسان زیاته کړه: «مونږ په تیر کال کې ۴۱۱ تنه هغه کسان نیولي چې له ۳۰ ډیر یې پولیس هم دي چې دوی د نشه یي توکو له قاچاق کوونکو سره لاس درلود او یایې ورته زمینه برابره کړې وه او همدارنګه ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.»

احسان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نشه یي توکو قاچاق کوونکي ډېری یې له ماشومانو او مېرمنو د پلور په برخه کې ګټه اخلي.

احسان زیاتوي: «مونږ په ښآر او ولسوالیو کې هم د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي، خو کاروباریان یې له ماشومانو او میرمنو ګټه اخلي او له دې لارې نشه یي توکي پر خلکو پلوري.»

بل لورته د ننګرهار ولسي استازي وایي چې د پولیسو روانې هڅې د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې بسنه نه کوي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال  اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د علني محاکمې غوښتنه کوي او په دې برخه کې پر قضایه ادارو هم لري.

کاموال زیاته کړه: «ډیر کله د نشه یي توکو او نورو جرمونو په تړاوو خلک نیول کیږي خو سزا نه ورکول کیږي چې له امله یې په ټولنه کې د جرمونو کچه هم لوړیږي غوښتنه کوو چې باید محاکمه شي دا ډول خلک.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار اوسیدونکی صدیق الله دوطن دوست وایي، اوس هم په ښار او ولسوالیو کې نه یوازې په ښکاره ډول نشه یي توکي پلورل کیږي بلکې قاچاق کوونکي یې هم نه نیول کیږي.

وطن دوست زیاته کړه: «په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې اوس هم نشه یي توکي خرڅیږي ښار کې په چپرهار هډه، لغمان هډه، کمپونو او نورو سیمو کې ښکاره پلورل کیږي پولیس ورسره لاس لري.»

که څه هم چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې یې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې، خو ولسي خلک اندیښنه لري او وایي، که امنیتي ادارې د نشه یي توکو کارخونې او د یادې برخې قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورنه کړي د ټولنې زیاته برخه ځوانان به پر نشه یي توکو اخته شي.