زده کوونکي

ښوونکي: که د حق الزحمه ښوونکو ستونزه حل نه شي، تعليمي بهير به ډېر نيمګړی وي

اطلاعات روز: په سوېل ختيځ زون کې ښوونکي او د تعليمي برخې اړوند کسان وايي چې که د حق الزحمه ښوونکو ستونزه حل نشي، تعليمي بهير به ډېر نيمګړی وي.

څو مياشتې وړاندې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې حق الزحمه ښوونکي له دندو لرې شوي او د نويو ګمارل کېدونکو حق الزحمه ښوونکي ازموينې هم ځنډول شوې دي.

له دې سر د ياد زون په پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر هر ولايت کې سلګونه ښوونک کم شوي، چې د زده کوونکو پر زده کړو ناوړه اغېز کړی و.

حق الزحمه ښوونکي رسمي ښوونکي نه وي او د اړتيا پر مهال د هر درسي ساعت په مقابل کې پيسې ورکول کيږي.

د خوست د شهيد مطيع الله لېسې مدير بخت الله وايي چې د روان تېر تعليمي کال په لومړيو کې يې د رسمي ښوونکو د کموالي او د حق الزحمه ښوونکو پر ګمارنه بنديز اړ کړ چې د ښوونځي ځينې ټولګي رخصت کړي.

نوموړي وويل: «ډېره سخته وه، زده کوونکو معلم نه درلود چې درس ورکړي. ډېر صنفونه مو رخصت کړل. دا حالت بايد دوام ونکړي؛ ځکه دا ډېره اساسي مسله ده او بايد غم يې وخوړل شي.»

د ښرنې د مرکزي لېسې مدير عبدالکريم خوځښت وايي چې د حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې لپاره د ازموينې نه اخيستل کېدو او د هغوی د کار نه دوام ګڼې اندېښنې راپورته کړې او ټينګار کوي چې د وزارت مشرتابه دې یې د حل لپاره اقدام وکړي.

خوځښت زياته کړه: «زموږ په لېسه کې له شلو زيات ښوونکي حق الزحمه دي، نو اوس که دا ښوونکي نه وي، نو نيمايي صنفونه به رخصت او مکتب به فلج وي. همداسې يې عمومي قياس کړئ. مطلب که دا مشکل حل نشي، مکتبونه به وتړل شي.»

زده کوونکي هم وايي چې د ښوونکو کموالي يې پر زده کړو منفي اغېز کړی او درسي بهير يې نيمګړی د زده کړو پر مهال يې درسي بهير نيمګړی شوی و.

د ګردېز ښار د شاه قمبر لېسې زده کوونکې صالحه نجيب وايي: «يو خو کتابونه کم و، خو بيا مو هم د استادانو په کوشـشونو يو څه زده کول، اوس چې استادان هم نه وي، نو هېڅ شی به هم نه وي. اوس هم زموږ مکتب کې شاګردان زيات دي او استادان کم، بايد معلمان نور هم زيات شي، نه دا چې کم شي.»

څه موده وړاندې په دې اړه د خوست ولايت د ګڼو ښوونځو آمرينو، مديرانو، ښونکوو او د زده کوونکو ځينو والدينو هم اعتراضيه ناسته کړې وه.

دوی ګواښ کړی و، که دا ستونزه حل نشي، ښوونځي به وتړي او د زده کوونکو والدينو هم د اعتراضونو پيلولو ګوتڅنډنه کړې وه.

حق الزحمه ښوونکي د رسمي ښوونکو د کموالي په حالت کې د ازموينې له لارې په دنده ګمارل کيږي، چې لسانس سند لرونکي ښوونکي ته پر يو درسي ساعت ۷۰ افغانۍ او ۱۴ پاس ته ۶۰ افغانۍ ورکول کيږي.

د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د دې زون په ولايتونو کې هم د رسمي ښوونکو شمېر کم دی او د هغوی د تشې ډکولو لپاره هر کال د سلګونه حق الزحمه ښوونکو لخوا د تدريس چارې مخ ته وړل کيږي.

د پکتيا د پوهنې رياست مسولين هم دا ستونزه مني، خو وايي چې دا مسله په ۱۳۹۹ تعليمي کال کې يوازې د کرونا وبا له امله وه؛ ځکه په خبره يې په دې کال کې تعليمي کال يوازې دوه مياشتې و او له تدريس پرته حق الزحمه ښوونکو ته معاش نه ورکول کيږي.

د دې ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې وزارت دې مسلې ته متوجه دی او د نوي تعليمي کال له پيل سره سم به بېرته حق الزحمه ښوونکي په دندو وګمارل شي.

ځاځي زياته کړه: «دا ستونزه حل ده، د نوي کال له پيل سره به موږ يوازې پکتيا کې ۱۸۲۰ حق الزحمه ښوونکي مقرر کړو. تېر کال يوازې د کرونا له امله مشکل و او حق الزحمه استادانو ته له کرونا پرته هم په رخصتي کې معاش نه ورکول کيږي.»

پکتيا کې دمګړۍ د زده کړو په ۴۰۲  مرکزونو او ښوونځيو کې د کابو ۴۰ زره انجونو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ زره کوونکو ته د شاوخوا ۵ زره ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي، چې پام وړ شمېر يې حق الزحمه ښوونکي وي.

د دې سربېره په پکتيا کې د شاوخوا ۷۰ سلنه ښوونځيو د ودانيو نشتون بله لويه ننګونه ده، چې د زده کړو پر زده کړو منفي اغېز لري.

که څه هم کليو پرمختيا وزارت لخوا په پکتيا کې ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانيو جوړولو ژمنه شوې، خو د شاوخوا يو نيم کال په تېرېدو د دې ودانيو د جوړېدو چارې ندي پيل شوې.