ننګرهار کې معلول ماشوم چې روغتون کې پرېښودل شوی.

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې یو ماشوم د معلولیت له امله پریښودل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د دې لپاره په بې سرپرسته توګه روغتون کې پریښودل شوی چې معلول دی.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر نن (دوشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، شاوخوا کال وړاندې د حوزوي روغتون د نسایي ولادي وارډ مخې ته دغه ماشوم یوې کورنۍ پریښی و، خو دوی د دغه ماشوم پالنه د روغتون یوې ښځینه کارکوونکی ته وسپارله چې د خوړو او درملو لګښت یې د روغتون له لوري ورکول کیده.

ښاغلی سنګر وایي، د دغه ماشوم یو کال پالنه دغه میرمنې وکړه خو نن یې روغتون ته د دې لپاره راوړی و، چې دا یې نوره پالنه نه شي کولای او د عمر په اخر کې ده.

سنګر زیاته کړه: «دغه ماشومام کال وړاندې روغتون کې یو چا پریښی و، بیا یې پالنه مونږ یوې کارکوونکې ته وسپارله چې کال یې پوره شو خو اوس هغه وایي، نوره پالنه یې نه شي کولای او په خپله هم د عمر په اخرکې ده او که مړه شي بیا د دې ماشوم پالنه څوک کوي.»

نوموړی وایي، که څه هم تراوسه په ننګرهار کې دا ډول بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره نه په دولتي او نه په خصوصي کچه کوم ځانګړی ځای شته، خو د ټولنیزو شبکو له لارې ورسره ګڼو افغانانو د مرستې ژمنې کړی.