خوست کې سړې خونې

خوست کې ۶۸ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: ولايتي چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې په ۳۷ ميليونه افغانيو د ۶۸ سړخونو جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د خوست والي جنرال مهمند کټوازی وايي چې يادې سړخونې مستحقو او د زياتې ځمکې لرونکو بزګرانو ته جوړې شوې او راتلونکی کال به ورڅخه زياته اندازه کرنيز محصولات تر لاسه شي.

کټوازي وويل چې کرنيز سکتور د هېواد د ځان بساينې او د خلکو د اقتصاد لپاره اساسي ارزښت لري او دولت به له خصوصي سکتور سره په ګډه په دې برخه کې دوامداره پرمختيايي چارې تر سره کړي.

نوموړی وايي: «دولت د خپلو خلکو د هوساينې لپاره هرې برخې ته توجه لري او تر وسه پکې کار کوي او خلکو ته سهولتونه ايجادوي. زما له خصوصي سکتور څخه غوښتنه دا ده چې له دولت سره لاس يو کړي او د هېواد په ابادي کې د تل په څېر اوږه په اوږه ونډه واخلي.»

د خوست ولايت د کرنې رييس نورشاه نوراني وايي چې دا پروژې د دې رياست تر چتر لاندې د همکارو بنسټونو لخوا تر سره شوې دي.

نوراني وويل چې د نورو ځينو نورو اړوندو تر سره شويو چارو په مټ به راتلونکی کال د پيازو او کچالو حاصلات له ۸۰۰ مټرېک ټنه څخه په اټکلي ډول شاوخوا ۳۵۰۰ مټرېک تنه ته پورته شي.

نوموړی وايي چې د حاصلاتو دا زياتوالی به په سلګونه جريبه نوره ځمکه د دې بوټو په کرلو سره راشي.

هغه وايي: «د دې سړخونو په جوړولو کې ۱۰ فيصده برخه د دهقانانو وه. دا خونې ډېرې ضروري او مهمې دي، له دې سره به د هر موسم مېوې او نور کرنيز محصولات ساتل کيږي»

د خوست د ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د دې سړخونو جوړېدل د بزګرانو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې هم ګټور وبلل او زياته يې کړه چې د عصري کرنې د ترويج لپاره دې زياتې هڅې وشي.

لکڼوال وايي چې د دې ولايت له ځمکو څخه بېلابېل کرنيز محصولات تر لاسه کېدی شي او په کار ده چې د کرنې وزارت سربېره نورې دولتي او غير دولتي ادارې هم دې ولايت ته پام زيات کړي.

نوموړي وويل: «خوست مناسبه آب و هوا لري او د کرنې لپاره ډېرې اسانتياوې پکې برابرې دي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې دلته دې له شته فرصتونو دې لا زياته استفاده وشي.»

يو تن بزګر حيات الله وايي چې شاخوا ۲۵ جريبه ځمکه لري او پر خپله ځمکه د مېوو سربېره سبزيجات هم کري، خو په خبره يې د ساتنې لپاره يې د مناسب ځای د نشتوالي له امله ډېر وخت کرنيز محصولات خرابېدل او يا يې په کمه بيه له لاسه وتل.

نوموړي زياته کړه: «ځينې وخت به د ساتنې د ځای د نشتوالي له امله او محصولاتو د خرابېدو له وېرې مجبور و، چې هغه خرڅ کړو، نو په داسې بيه به رانه تلل چې حتی هغه مصارف به يې هم نه پوره کول، دا خو څه کوې چې د خپلو زحمتونو بدله مو ترې پوره شوې دي؛ خو خوشاله يو چې اوس دا لويه ستونزه حل شو.»

خوست په سويل ختېځ کې پروت ګرمسېر ولايت دی، چې د کال په ټولو فصلونو کې پکې کرکيله کيږي.