ننګرهار

ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو دوه ځانمرګي برید کوونکي یې موخې ته تر رسیدو وړاندې وژلي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، افغان ځواکونو تېر ماښام د نازیانو ولسوالۍ «لنډۍ» سیمه کې دوه ځانمرګي بریدګر هغه مهال وژلي چې غوښتل یې د ځایي پاڅون کوونکو پر قرارګاه ځانمرګی برید ترسره کړي.

والي زیاتوي چې بریدګرو د وژل کیدو پر وخت د ځان پورې تړل شویو چاویدونکو توکو ته چاودنه ورکړې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

امرخیل زیاته کړه: «تېر ماښام ناوخته امنیتي ځواکونو په شیرزادو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې وژلي چې غوښتل یې د پاڅون والو پر قرارګاه برید وکړي.»

چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې د تیرې شنبې په ورځ په شیرزادو ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی و.